پاستوکووک واکسین څه د پاسه نوي فیصده ایمنوالی رامینځته کوي
(last modified Fri, 08 Oct 2021 10:09:20 GMT )
Oct 08, 2021 14:39 Asia/Kabul
  • پاستوکووک واکسین څه د پاسه نوي فیصده ایمنوالی رامینځته کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د خواړو او د درملو د ادارې مشر «محمد رضا شانه ساز »وویل د کورونا ضد پاستوکووک واکسین څه د پاسه نوي (۷۰) فیصده ایمنوالی رامینځته کوي .

هغه وویل ایران له کیوبا او اسټرالیا هیوادونو سره په ګډې ملګرتیا کښې د پاستوکووک او د اسپایکوژن واکسینونو په جوړولو بریالی شوی دی .

د ایران د خواړو او د درملو د ادارې محمد رضا شانه ساز وویل پاستوکووک او اسپایکوژن واکسینونه له تیرې اونۍ راهسې د ایران د واکسینانونو په فهرست کښې ورزیات شوي دي او زیاته یې کړه شپږ (۶) میلیونه پاستوکووک ډوزنه سپارل شوي او هیله ده چې په راتلونکي میاشت کښې دغه شمیر لس (۱۰) میلیونو ته ورسیږي .

هغه وویل پاستوکووک واکسین له دولس (۱۲) کلونو څخه تر اتلس(۱۸) کلونو پورې د  هلکانو لپاره هم د استفادې وړ دی او دغه واکسین زیات ایمنوالی رامینځته کوي او د خوندي توب په زمینه کښې تر ټولو ایمني واکسین ګڼل کیږي که چیرې د دغه واکسین درې (۳) ډوزه ووهل شي نو ایمنوالی یې له نوي (۹۰)  فیصده زیات اټکل کولی شو .

د ایران د خواړو او د درملو د ادارې مشر محمد رضا شانه ساز د اسپایکوژن واکسین په هکله هم وویل د کورونا د ډیلټا ویروس په هکله د دغه واکسین په باره کښې تحقیقات ترسره شوي او دغه واکسین له شپیتو (۶۰) تر پینځو شپیتو (۶۵) فیصدو پورې ایمنوالی رامینځته کولای شي .