فرانسه دي خپلی برجامي ژمنې پلي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106712-فرانسه_دي_خپلی_برجامي_ژمنې_پلي_کړي
د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت د کمیسیون د مشر نائب ټینګار وکړ چي پاریس دي د سیمي لپاره د شرطونو د مطرحولو پر ځای دي ایران سره خپلي برجامي ژمنې پوره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2021 04:10 Asia/Kabul
  • فرانسه دي خپلی برجامي ژمنې پلي کړي

د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت د کمیسیون د مشر نائب ټینګار وکړ چي پاریس دي د سیمي لپاره د شرطونو د مطرحولو پر ځای دي ایران سره خپلي برجامي ژمنې پوره کړي.

د اسلامي شورا د ملی امنیت د کمیسیون د مشر نائب ابراهیم عزیزي  د ایران د توغندیزو دفاعي فعالیتونو په وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر دریځ نیونو ته په اشارې سره وویل: د ۴+۱ ډلي له هیوادونو سره د ایران د مذاکراتو چوکاټ معلومداره دی په دې خاطر دي غړي هیوادونه منجمله فرانسه د نورو موضوعاتو له مطرحولو څخه دې ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چي د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر دریځ نیونې د لوېدیځي اسیا په چارو کې یو ډول لاسوهنه بلل کیږي، د سیمي هیوادونه دي دې ته متوجه وي چي د پردیو لاسوهنې ورانونکي پایلي له ځان سره لري.