د ولایت د اسمان د مدافعینو د فوځي مانورې پیلېدا
د ایران په اسلامي جمهوریت کې د ولایت د اسمان د مدافعینو د هوایي دفاع ګډې مانورې پیل شوې.
زموږ د خبریال له راپور سره سم، نن په ایران کې د ولایت د اسمان د مدافعینو تر نامه لاندې د هوایي دفاع مسلکي مانورې د یا رسول الله ص د کوډ په اعلانولو سره پیل شوې.
په دغه مانوره کې د ځایي توغندیز دفاعي سیسټمونه، راداري، استخباراتی او د دښمن پېژندې سیسټمونه، راډیویي دستګاوې، د الکټرونیک جګړې سیسټمونه او د لید څارونکې ځواکونه د ایران په لویه مرکزي دښته کې ځای پر ځای شوي دي.
د ایران د هوایي دفاع د قرارګاه قومندان جنرال قادر رحیم زاده د دې مانورې په اړه وویل: د مانورې په لومړي پړاو کې د هوایي دفاع سیسټمونه په چټکۍ سره د دښمن ته د فریب ورکولو په چوکاټ په مختلفو ځایونو کې ځای پر ځاي شوې.
د هوایي دفاع د ځواکونو دغه قومندان زیاته کړه: د مانورې په دغه پړاو کې د دښمن د پېژندنې په موخه د فوځ او د اسلام انقلاب د سپاه پاسداران استخباراتي بې پېلوټه الوتکې او څارونکې تیارې په سیمه کې والوتلې.
د ایران د هوایي دفاع د قرارګاه قومندان په دغه مانوره کې په هیواد کې دننه د هوایي دفاع توغندیز، راداري او څارګرو جوړي شوي سیسټمونو ته په اشارې سره جوته کړه: په دغه مانورې کې د کمانډ او د کنټرول مرکزونه د الکټرو اپټیک او سیګنالي څار په مرستې د مانورې سیمه تر نظر لاندې لري چي د دښمن د اهدافو د کشفولو سره سم له مصنوعی هوش په ګټې اخیستنې سره د هدف سره مناسب توغندیز سیسټمونه فعاله کوي.