د اسلامي ایران او د پاکستان د پوځ چارواکو خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې وکړې .
د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري پاکستان ته د خپل رسمي سفر په دوهمه (۲) ورځ نن د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې کړي دي .
د هرکلي له دستورو وروسته د ایران او د پاکستان لوړرتبه پوځي پلاویو رسمي خبرې پیل کړې .
د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د دوه اړخیزه اړیکو د ترټولو نویو بدلونونو او د افغانستان په شمول د سیمې د بدلونونو په هکله غور وکړ .
د ایران او د پاکستان د پوځ دغو مشرانو په تیرو ګلونو کښې د دوو(۲) ګاونډیو هیوادونو د پوځي ، امنیتي او د سرحدي تعاملاتو د ودې په بهیر باندې د ډاډ په څرګندولو سره د دغو تعاملاتو د زیاتولو په هکله اراده څرګنده کړه .
د ایران د پوځ لوی درستیز باقري به دغه راز د پاکستان د پوځ د ګډې کمیټۍ له مشر جنرال ندیم رضا سره کتنه او خبرې وکړي .
د ترهګرۍ پرضد د ګډو ملګرتیاو پراخول ، د روزنې د پلاویو تبادله ، د سرحدي مدیریت پیاوړي کول ، د اطلاعاتو تبادله او د دفاعي سلامشورو پراخول هغه نورې موضوګانې دي چې د ایران د پوځي لوړرتبه پلاوي او د پاکستان د پوځ د چارواکو ترمینځ په خبرو کښې ورباندې بحث او غور کیږي .