د پاکستان د سمندري ځواک له قوماندان سره د جنرل باقري کتنه
(last modified Thu, 14 Oct 2021 08:20:52 GMT )
Oct 14, 2021 12:50 Asia/Kabul
  • د پاکستان د سمندري ځواک له قوماندان سره د جنرل باقري کتنه

د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو لوے درستيز د پاکستان د سمندري ځواک له قوماندان سره کتنه او د دوو اړخيزو ملګرتيا د پرختيا په اړه خبرې اترې وکړې.

د اېرنا د رپوټ له مخې جنرل محمد باقري او ورسره د ايران د پلاوي لوړرتبه فوځي غړيو د پاکستان د سمندري ځواک له قوماند اېډمېرل محمد امجد خان نيازي سره کتنه او د نظر تبادله وکړه.

جنرل باقري او اېډمېرل امجد خان نيازي د ايران او پاکستان د سمندري ځواکونو ترمېنځ د ملګرتياو د سطحې په شمول د دواړوهېوادونو د ورورولۍ د تعلقاتو د وروستي حالت او دواړو خواو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په باره کښې خبرې اترې وکړې.

دواړو لوړو په سيمه کښې د سمندري امنيت او د نورو امنيتي بدلونونو د زياتو موضوعګانو څېړنه وکړه.

جرنل باقري تېره ورځ د پاکستان له وزيراعظم عمران، د فوځ له مشر قوماندان جنرل باجوه او د دغه هېواد له لوے درستيز جنرل نديم رضا سره هم کوټلې صلاح مشورې لرلې.

جنرل محمد باقري د يو لوړ رتبه فوځي پلاوي په مشرۍ له پاکستان سره د د ګډو ملګرتياو د پراختيا لپاره د تېرې نهې د ورځې په ماښام د دغه هېواد پائتخت اسلام آباد ته لاړ دے.