د اسلامي وحدت د کانفرنس ګډونوالو د امام خمیني رح درنښت وکړ
ایران پریس خبري اژانس وايي د اسلامي وحدت په پینځه دیرشم (۳۵)نړیوال کانفرنس کښې ګډون لرونکو خارجي میلمنو د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ستر مقام درنښت وکړ .
د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حمید شهریاري او د یولسو (۱۱) اسلامي هیوادونو یوشمیر علماو د اسلامي وحدت په پینځه دیرشم (۳۵) نړیوال کانفرنس کښې له ګډون کونکو خارجي میلمنو سره یوځاې پرون په تهران کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په حرم کښې په شتون سره د هغه ستر مقام درنښت وکړ .
په دغو مراسمو کښې ګډون کونکو د فاتحې په لوستلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ستر مقام درنښت وکړ .
په تهران کښې د وحدت پینځه دیرشم (۳۵)نړیوال کانفرنس د وحدت له اونۍ سره په یووخت د تلې د میاشتې له اوویشتمې (۲۷) نیټې څخه د لړم د میاشتې تر دوهمې (۲) نیټې پورې ترسره کیږي .