Oct 22, 2021 14:33 Asia/Kabul
  • اسلامي علما باید په ظالمو حکومتونو باندې اړونده نشي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام و المسلمین حمید شهریاري ټینګار وکړ علما باید په ظالمو حکومتونو باندې چې د اسلام د دښمانانو او د ظالمانو ملګري دي له اړوندوالي ډډه وکړي او د خپلو چارو په هکله امر به معروف و نهي از منکر عملي کاندي .

د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام و المسلمین حمید شهریاري د اسلامي وحدت د پینځه دیرشم (۳۵) کانفرنس په یولسمې (۱۱) اینټرنیټ غونډې کښې وویل نن سبا په اسلامي نړۍ کښې د جنګ ، د وینې د تویدا د ټرور د شخړې او د سپکاوي کتونکي یوو او په همدې دلیل په اسلامي دنیا کښې د موجوده مشکلاتو په وجه مو  د اسلامي وحدت د پینځه دیرشم (۳۵)نړیوال کانفرنس موضوع اسلامي اتحاد ، سوله او په اسلامي دنیا کښې له تفرقې او شخړې څخه ډډه کول ونوموله .

هغه وویل  د امریکا او د لویدیځو هیوادونو په مشرۍ نړیوال استکبار تل هڅه کوي چې په اسلامي دنیا کښې د جنګ ، تفرقې او د شخړې په رامینځته کولو سره په اسلامي نړۍ کښې خپل شتون د توجیه وړ وښي او دغه شتون د اسلامي هیوادونو ترمینځ او په اسلامي هیوادونو کښې د موجوده شخړو ، وژلې او د چورتالان اصلي سرچینه ده .

 

ټیګونه