د اسلامي ایران صلابت اودطالبانود ناخبرغړی نه سنجول شوي خبرې
د ایران اسلامی جمهوریت ولسی ریفرینډم چی د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه سملاسی وروسته ترسره شو او د هغه په ټولو مرحلو کې که هغه په تپلی جنګ کې بریالیتوب وي که د نظام تثبیت او رغاونه کې درست خلک که هغه شیعیان دي که اهل سنت او که غیراسلامي لږکي، ټولو ونډه درلودلی ده
د طالبانو ډلې کلتوری غړی شهاب لیوال په هغو څرګندونو کې چی د ایران د اسلامي جمهوریت له مذهبی ، سیاسی او اجتماعی وضعیت د هغه د ناخبرتیا له امله دي ، دغه هیواد په ټول شموله او پراخ حکومت نه درلودلو تورن کړ او ادعا یې وکړه د ایران په حاکمیت کې د اهل سنتو ونډه ډیره کمه ده .
د طالبانود دغه کلتوری غړی ادعا له طلوع نیوز چینل سره په خبروکې شوی ده چی دغه چینل د افغانستان د تیرحکومت او همدااوس د اسلامی ایران ضد سیاستونو په غوره کولو کې مشهور دې .
طلوع نیوز هغه وخت له دغه طالب غړی سره مرکه کړی ده چی په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه روانه وه او دا ښی چی داسې لاسونه شته چی غواړی د دغې غونډې اهمیت کمول او په پوچو او انحرافی ادعاګانو په مطرحولو سره د افغانستان د خلکو د مشکلاتو له اواری سره په مرسته کې د اسلامی ایران روغ نیت ضایع کړی .
دا په داسې حال کې دي چی د طالبانو ډلې د ویندوی مرستیال احمد ا... وثیق د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د غونډې د ترسره کولو لپاره له اسلامی ایران د قدرونې په ترڅ کې هغه د دغه هیواد د خلکو په ګټه وبلله .
د افغانستان په چاروکې د اسلامی ایران لوړرتبه ډیپلوماټ محسن پاک ایین په دې باره کې باورې دې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیانو د غونډې ترسره کول د افغانستان د خلکو د مشکلاتو له اواری سره د مرستې لپاره د دغو هیوادونو د یوه نظر ښودنه کوی او په دغه ټکی ټینګار لری چی د هغو غوښتنې یوازې د پراخ بنسټه او ثبات لرونکی حکومت په جوړولو سره ترلاسه کیدلې شي .
له دې امله په طلوع نیوز کې د شهاب لیوال ادعا او څرګندونې هدفمنې برابرې شوی او د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ ارزښت نلری . د دغه هیواد د خلکو له نظره دغه طالب غړې د ایران اسلامی د حاکمیت له جوړښته د دقیقې پیژندنې لپاره زیاتې مطالعې ته اړتیا لری .
د ایران اسلامی جمهوریت ولسی ریفرینډم چی د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه سملاسی وروسته ترسره شو او د هغه په ټولو مرحلو کې که هغه په تپلی جنګ کې بریالیتوب وي که د نظام تثبیت او رغاونه کې درست خلک که هغه شیعیان دي که اهل سنت او که غیراسلامي لږکي، ټولو ونډه درلودلی ده . د ایران په پارلیمان کې د هغو د استازیو شتون هم تل په فیصلو غوره کولو کې د خلکو د ټولو پرګنو د شتون ښودنه کوی .
د میرجاوه د اهل سنت د جماعت امام مولوی ریګیان پور د هیواد په سیاسی ډګر کې د اهل سنتو د ګډون په اړه په دې باور دې چی د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د اسلامی ایران د چارو اداره د ټولو خلکو په لاسونوکې ده او په انتخاباتوکې په ګډون سره په خپل برخلیک کې شریک دي .
په هر حال داسلامی ایران په جوړښت او ترکیب کې په ژورې مطالعې سره په بشپړه جوته ده چی اهل سنت د اسلامی ایران په نظام کې د خپلو نورو خویندو او وروڼو اوګه په اوګه نه یوازې په حکومتی مرکزونو بلکې په علمی او قانون جوړونې مرکزونو کې هم فعال شتون لری .
په همدې دلیل د اسلامی انقلاب له بریالیتوب اود هغه په تایید کې د ریفرینډم د ترسره کولو لپاره چی د ایران د اسلامی نظام د ولسی والی او اسلامیت مهمه ځانګړنه ده ، نړیوالې ټولنې د ایران د اسلامی جمهوریت نظام او حکومت په رسمیت وپیژنده او هماغه راز څه د پاسه څلور لسیزې په صلابت او ولسی ولاتړ سره پیاوړې پرمخ روان دې .