له سرزوروقدرتونوسره مقابله د ملت ترټولوحکیمانه حرکت دی
د مستکبرانو له سرزوریو سره د مقابلې لپاره له اسلامی انقلابه وروسته په ټولوکلونو کې د ایران د ولس حرکت عاقلانه او او په بشپړ ډول د ملی ګټو په لړ کې دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د اسلامی شورا له څرګندې غونډې پيلیدا مخکې پخپلې وینا کې له نړیوالې استکبار سره مبارزې دم لی ورځې یعني د لړم دمیاشتې د دیارلسمې نیټې د رارسیدا په درنښت سره ووئيل،په دغې تاریخي د امام د لارې پيروکارو محصیلینو په میړنتوب سره د جاسوسۍ ځاله یعني د امریکاسفارت ونیوۀ.
د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې،دجاسوسۍد ځالې نیولل لامل شوي دي د امریکا او نورومستکبرو رژیمونو د سرزوریو او لاسوهنو په وړاندې ددرستې نړۍد عدالت غواړو او حقیقت پالولپاره نوی سپرکی رامینځةکړ .قالیباف همداراز ووئيل، د مستکبرانو له سرزوریو سره د مقابلې لپاره له اسلامی انقلابه وروسته په ټولوکلونو کې د ایران د ولس حرکت عاقلانه او او په بشپړ ډول د ملی ګټو په لړ کې دی .
د ایران د اسلامی شورا مشر روښانه کړې،د امریکا او له دې مخکې د انګلستان په څير د استکباري هیوادونه هیڅکله نه دي توانیدلي،په ماډرن جنګي آوزارونو او پيچلو دسیسو سره د ایران د ولس دخپلواکۍ ،موجودیّت یا ګټو په ضد اقدام وکړي چې په هغوکې یوازې یو مورد،د زمري د میاشتې د اته ویشتمې نیټې کودتا ده.قالیباف زیاته کړې ، له دغوسرزورو قدرتونو سره مقابله او او دهیواد د ګټو دفاع ،او ملی امنیت او وحدت،د ایران د ملت یو ترټولوحکیمانه اجتماعي حرکت دی .