د امریکا بې اختیاره ولسمشر ضمانت نشي ورکولی
د جنګ له شپو ورځو سره د نن سبا وخت توپیر د ایران د اسلامی انقلاب، قدرت او د هراړخیز مقاومت په برکت سره دوامدار او پر داخلی ظرفیّتونو مشتمل دی .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، دایران د ملی امنیت دلوړې شورا منشي علی شمخاني نن په خپل ټولنیز پیغام کې د امریکا ولسمشر یو بې اختیاره ولسمشر بللی او دامریکائي چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ئې لیکلی دي ، دجنګ او په اوسني وخت کې دخبرواترو بلنه ورکول، درس اخستونکي ورته والي لري .
شمخاني زیاته کړې ده ، دصدام حملو دوام درلود،بندیزونه لري ، دایران ځینی برخې دد ښمن په نیواک کې وې ، د ایران دملت اقتصاد برمته شوی دی ، مبارزانو د جنګ په جبهو کې دفاع کوله ،پوهاند ایټمي قانوني فعالیتونو ته دوام ورکوي ، دتیریګرو د رټلو هیڅ نښه نه وه .
د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشي پخپل یوه بل ټویټ کې هم ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا بې اختیاره ولسمشرضمانت ورکولو ته حاضر نه دی ، ولیکل ، له اوسني شرائط بدل نشي ، نو د خبرواترو نتیجه له همدااوسه روښانه ده .
شمخاني روښانه کړې ده ، د جنګ له شپو ورځو سره د نن سبا وخت توپیر د ایران د اسلامی انقلاب، قدرت او د هراړخیز مقاومت په برکت سره دوامدار او پر داخلی ظرفیّتونو مشتمل دی .