د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د امریکا اقدام شنډ کړ
ایران پریس خبري اژانس وايي د امریکا له جنګي بیړیو سره د ایران داسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د عسکرو د مقابلې د عملیاتو او په عمان سمندر کښې د ایران د تیلو د کشتۍ د غلا کولو لپاره د هڅې ماتي خوړلو ته اړونده عکسونه د لومړي ځل لپاره خپاره شول .
د امریکا د ترهګر پوځ سمندري ځواکونو تیره اونۍ په عمان سمندر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو د غلا کولو اقدام وکړ .
امریکا په دغه اقدام کښې د عمان سمندر په اوبو کښې د ایران د تیلو یوه(۱) کشتۍ وتښتوله او یوې(۱) بلې کشتۍ ته د تیلو په انتقالولو سره یې دغه کشتۍ نامعلوم ځاې ته هدایت کړه .
په همدې وخت کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران زړور سمندري ځواک د امریکا د دغه اقدام په ناکامولو سره د تیلو د غلا کړې شوي کشتۍ په عرشې باندې د پوځیانو په کوزولو سره نوموړي کشتۍ په خپل واک کښې واخیسته او هغه یې د ایران اوبو ته هدایت کړه .
د امریکا د ترهګر پوځ عسکرو په دوام کښې له څو هیلي کوپټرونو او جنګي بیړۍ سره د ایران د تیلو کشتۍ تعقیب کړه خو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د زړورو عسکرو په پریکنده او مقتدرانه اقدام سره د امریکا پوځیان ناکامه شول .