کنیا:
په چابهار کې اوږدمهاله پانګه اچونه کوو
د افریقایی هیواد کنیا د پارلمان مشر او د تجارتي پلاوي سرپرست ویلي چي په نظر کې لري د چابهار په بندر کې اوږدمهاله پانګه اچونې وکړي.
د کنیا د پارلمان مشر او د تجارتی پلاوي سرپرست لئونارد کاریوکی د دې په بیانولو چي د چابهار په ازاده سیمه کې د اوږدمهاله سوداګریو په لټه کې ده، وویل: اوس غواړو د چای او د قهوې او وروسته پړاونو کې په نورو محصولاتو کې پانګه اچونه وکړو.
هغه د چابهار په ازاده تجارتي سیمه کې د چارواکو او اقتصادي فعالانو سره په یوه ګډه ناسته کې زیاته کړه چي د چابهار له بندر سره سوداګری د کنیا د تجارتي پلاو اصلي موخه ده.
د کنیا د پارلمان مشر وویل چابهار بندر په لوېدیځه اسیا کې له ځانګړې او استراتیجیک اهمیت څخه برخمن نو ځکه موږ غواړو په چابهار کې پانګه اچونه وکړو.
د چابهار د بندر د پانګه اچونو او اقتصادي چارو مرستیال محمد هدایی هم په دې ناسته کې وویل چي موږ تل له سوداګرو سره همکاري کوو او د هغوی د پانګه اچونو سره سم سهولتونه ورته برابر وو.