کاظم غريب آبادي:
ايران د ترهه ګرۍ او غېر انساني بنديزونو قرباني دے
د ايران د اسلامي جمهوريت د قضائيه قوې د بشري حقوقو د کمېټۍ سېکتر او د نړيوالو چارو مرستيال وويل: ايران د ترهه ګرۍ او غېرانساني بنديزونو قرباني دے؛ خو د دې باوجود هغه کسان چې خپلې سترګې يې په دغو بې رحميو باندې پټې کړي ديد بشري حقوقو د مدافعانو په توګه معرفي کيږي.
د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې کاظم غريب آبادي نن په يو ټوئيټ کښې وليکل: ايران د ترهه ګرۍ قرباني دے او اولس زره بې ګناه ايرانيان د هغو منافقينو د ترهه ګرۍ ډلګۍ لخوا شهيدان شول چې په اروپائي امن جنتونو کښې ګرځي راګرځي.
غريب آبادي د امريکې رژيم لخوا له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ستر اتل شهيد الحاج قاسم سلېماني او د ايراني سائسدانانو قتلونو ته په اشارې سره وويل: ايران د امريکې لخوا له غېر انساني بنديزونو سره مخامخ دے خو د دې باوجود هغه څوک چې په دې رحميو يې سترګې پټې کړې دي د بشري حقوقو د مدافعانو په توګه معرفي کيږي او په دې عوض کښې ايران د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورنيږي.