د نړیوالې ایټمي موافقې اتیا فی صدي  متن بشپړ شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109028-د_نړیوالې_ایټمي_موافقې_اتیا_فی_صدي_متن_بشپړ_شوی_دی
د ایران مرکچي ټيم په ډاګه وئیلي دي ،د دوي  ټول تمرکز د یو اړخیزو بندیزونو پر لغوه کیدا دی ، او تر څو چې د امریکا یو اړخیز او  غیر  قانوني بندیزونه لغوه شوي نه وي ،دغه خبرې اترې  به هماغه شان د شکونو په شپول کې وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2021 01:24 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې اتیا فی صدي  متن بشپړ شوی دی

د ایران مرکچي ټيم په ډاګه وئیلي دي ،د دوي  ټول تمرکز د یو اړخیزو بندیزونو پر لغوه کیدا دی ، او تر څو چې د امریکا یو اړخیز او  غیر  قانوني بندیزونه لغوه شوي نه وي ،دغه خبرې اترې  به هماغه شان د شکونو په شپول کې وي .

ایرنا خبری اژانس د روئيټرز له قوله راپور ورکړ، د اروپا لوړ روتبه چارواکي بیګا  خبریالانو سره په مرکې کې مدعي شوي  چې له ایران سره د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  دمادې متن له اویا تر اتیا فی صدو پورې  بشپړ شوی دی .

دوي وئیلي دي ، په دوشنبې ورځې  دخبرواترو له پیلیدا وروسته دوي تمه لري  له ایران سره  نوی خبرې پیل کړی  او تر دې دمه ئې زیاتره برخه بشپړ شوې ده .  البته  بیا هم ډير کارونه پاتې دي .

داپه داسې حال کې دي چې د ایران مرکچي ټيم په ډاګه وئیلي دي ،د دوي  ټول تمرکز د یو اړخیزو بندیزونو پر لغوه کیدا دی ، او تر څو چې د امریکا یو اړخیز او  غیر  قانوني بندیزونه لغوه شوي نه وي ،دغه خبرې اترې  به هماغه شان د شکونو په شپول کې وي .

په عین حال کې په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي  هم بیګا په ډا ګه وئيلي دي ،د یواړخیزو بندیزونو پشمول دامریکا قهرجن یو اړخیز ناروا اقداماتو په وړاندې د اغیزشیندونکي  اقدام نه کولو، د تل پاتې پراختیا آرمان   په یوه چټي ،بې محتوا  او پوچ شعار بدل کړی دی .