د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ ایټمی خبرې نن بیا پیلیږي
د ایران مرستیال خارجه وزیر د روسیې د ایټمی مرکچي ټيم له مشر ریابکوف سره هم خبرې کړي ، چې ریابکوف هم دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په احیاء کې د هڅې لپاره د ماسکو پر کلک هوډ ټينګار کړی دی .
ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران مرستیال خارجه وزیر علی باقري کني بیګا د چین له مرستیال خارجه وزیر ماژائوسو سره په ټيلیفوني تماس کې د دوو اړخیزو په تیره بیا په د ویاناپه خبرواترو کې دچین د مثبتو لیدتوګو په باب ورسره مشورې وکړې او دچین د ملاتړونو ئې مننه وکړه .
داپه داسې حال کې دي چې د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل هم بیګا د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په تماس کې په ویانا کې د نن ورځې د نړیوالو ایټمی خبرواترو دپلیدا په باب مشورې کړي دي او روان بهیر ئې مثبت بللی او هیله ئې ښودلې ده چې درست لوري په رغنده کړچار سره د خبرواترو پرمختګ سره مرسته وکړي .
همداراز د ایران مرستیال خارجه وزیر د روسیې د ایټمی مرکچي ټيم له مشر ریابکوف سره هم خبرې کړي ، چې ریابکوف هم دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په احیاء کې د هڅې لپاره د ماسکو پر کلک هوډ ټينګار کړی دی .
ټاکل شوې ده ، دایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ په ویانا کې د نړیوالو ایټمي خبرواترو پړاؤ بیرت پیل شي او ډیری شناندي او کارپوهان د خبرواترو دغه پړاؤ ډير مهم ګڼي او وآئي چې ممکنه ده دغه پړاؤ د ا یټمي خبرواترو وروستۍ پړاؤ شي .