نړیواله ټولنه دې د افغانستان د خلکو معیشت ته ځانګړی پام وکړي
(last modified Tue, 21 Dec 2021 00:45:37 GMT )
Dec 21, 2021 05:15 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې د افغانستان د خلکو معیشت ته ځانګړی پام وکړي

د ایران خارجه وزیر د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د لوړ کمشنر په کتنه کښې وویل: نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو معیشتي وضعې ته ځانګړې توجه وکړي

د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو لوړ کمشنر فیلیپو ګرینډي چې له ایراني چارواکو سره د خبرواترو په موخه تهران ته راغلی دی، پرون یې له امیر عبداللهیان سره په کتنه کښې، د افغانستاني کډوالو په هکله د دغې کمشنرۍ د اقداماتو یو رپورټ هغه ته وړاندې کړ.

په دغه کتنه کښې د ایران خارجه وزیر په ایران کښې د څه باندې ۵ لکه او ۲۰ زرو افغانستاني زده کونکو شتون ته چې وړیا زده کړې کوي او هم داشان یې له ایراني ښاریزو سره یوشان د افغانستاني کډوالو ویکسینیشن ته په اشارې سره وویل: نویو کډوالو ته د ایران له خوا د ورکیدونکي بې حده خدماتو امکان نشته او نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د افغانستان د خلکو معیشتي حالت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د لوړې کمشنرۍ خدمات د ستاینې وړ خو د کډوالو د کړکیچ اندازې ته په پام سره یې کم وبلل او ویې ویل: د ګاونډي هیوادونو په لور د افغانستاني کډوالو د ورماتیدو کړکیچ مخ په زیاتیدو دی او د نړیوالو مرستو اندازه ډیره لږه ده.

په دغې کتنې کښې فیلیپو ګرینډي هم له نویو کډوالو سره په مرسته کښې د ایران پراخ اقدامات وستایل.

هغه په ایران کښې د موجودو افغانانو ویکسینیټ کولو ته د ایران پاملرنه او د هغو تازه کډوالو ځاې کول چې هره ورځ ایران ته راځي، یو مهم انساني اقدام وباله.