د ایران د توانمنیوپه باب د انګلستان غرضي دریځونه افسوسناک دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110140-د_ایران_د_توانمنیوپه_باب_د_انګلستان_غرضي_دریځونه_افسوسناک_دي
له نورو زیات انګریزان په دې ښه پوهیږي،چې د ایران توغندوي پروګرام د ملګروملتو د امنیت شورا له ۲۲۳۱پریکړه لیک سره  هیڅ ارتباط نه لري،او دا انګلستان دی چې  د دغه پریکړه لیک  خلاف ورزي کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2021 02:38 Asia/Kabul
  • د ایران د توانمنیوپه باب د انګلستان غرضي دریځونه افسوسناک دي

له نورو زیات انګریزان په دې ښه پوهیږي،چې د ایران توغندوي پروګرام د ملګروملتو د امنیت شورا له ۲۲۳۱پریکړه لیک سره  هیڅ ارتباط نه لري،او دا انګلستان دی چې  د دغه پریکړه لیک  خلاف ورزي کوي .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  بیګاپه یولړڅرګندونو کې د ایران د دفاعي توانمنیو په باب  د انګریز خارجه وزارت د لاسوهونکي دریځ  په ردولو سره ووئیل،اسلامی ایران د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د خپلو دفاعي اړتیا په اساس عمل کوي،نو ځکه دغه ډول دریځونه او څرګندونې دایران په داخلی چارو کې ګوتوهنې حسابیږي ،بلکې د لندن د دوه ګوڼي او منافقانه سیاست د دوام ښودنه کوي .

خطیب زاده زیاته کړې،انګلستان په داسې حال کې چې په لویدیځي آسیا سیمې او د نړۍ په نورو بحران ځپلو سیمو باندې دترټولو ورانونکو وسلو  د خرڅولو لپاره  په یوې نه ختمیدونکي سیالۍ بوخت دی ، او د وسلو نه خوریدا مقرراتو ته له پامه پرته ،د آکوس په څيرد پوځي تړونونه ترسره کوي،په عین حال کې د ایران د معمول په اساس د پوځي مانورو په باب اندیښنې څرګندوي .

د ایران خارجه وزارت ویندوي یوځل بیا روښانه کړې ده،د خپلو دفاعي توانمینو دزیاتولو په باب له هیچا د اجازت او ورسره په دې اړه د خبرواترو ضرورت نه ویني او د خپل ضرورت په اساس به خپلو دفاعي پروګرامونو او توانمنیو زیاتولو ته هماغه راز دوام ورکړي او له نورو زیات انګریزان په دې ښه پوهیږي،چې د ایران توغندوي پروګرام د ملګروملتو د امنیت شورا له ۲۲۳۱پریکړه لیک سره  هیڅ ارتباط نه لري،او دا انګلستان دی چې  د دغه پریکړه لیک  خلاف ورزي کوي .