Dec 29, 2021 11:24 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ملت د مرغومې د نهمې نیټې په حماسې کښې بریالی شو

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل د ایران ملت له ناامنۍ او بلوا د هیواد د ژغورلو په سخت ازمیښت کښې سرلوړی شو .

هغه نن د اسلامي شورا په ښکاره غونډه کښې د مرغومي د میاشتې د نهمې (۹) نیټې په درنښت سره وویل د ایران خلک له ویاړ څخه په دغه ډکې ورځې کښې په ټول توان سره میدان ته راووتل او یوځل بیا یې ثباته کړه چې په خدای باندې باور لرل او په خلکو باندې باور لرل په تیرو لسیزو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د پرمختګ او د بقا دوه(۲) اصلي رکنونه دي .

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل هغه څه چې د اسلامي انقلاب د «ایام الله» له تکراریدا څخه د ټولو لپاره ښکاره کیږي دا دي چې چارواکي باید په هره شیبه کښې له مخکې څخه زیات د خلکو د ټولو سرشیندنو او  قربانیو په وړاندې په خپلو دندو  عمل وکړي او د ولس په وړاندې د حکومتي  چارواکو تر ټولو کمه دنده د مشکلاتو حل کول دي .

د دوه زره نهم(۲۰۰۹) میلادي کال د دسمبر دمیاشتې دیرشمه(۳۰) یعني د دیارلس سوه اته اتیایم (۱۳۸۸) میلادي د مرغومې د میاشتې نهمه (۹)نیټه د ټولنې د جوړښتنو له ماتونکو څخه د برائت په اعلانولو کښې د ایران د ولس د میلیوني لاریون یادونه او فتنه اچونکو عناصرو ته پریکنده ځواب و کومو چې د ایران د ولسمشرۍ د لسم (۱۰) پړاو په انتخاباتو کښې د درغلۍ په پلمه چټي لاره غوره کړي ده .

د مرغومي د میاشتې نهمه (۹)نیټه د خلکو د عزت ، د خپلواکۍ او د بصیرت بیلګه ده چې تر اخري سلګې پورې د اسلامي انقلاب د ایډیالونو او د اسلام د اصولو د ساتلو لپاره دریدلي دي او په رسا غږ سره یې وویل که چیرې د ښمن د دوې د دین په مقابل کښې ودریږي نو دوې  به  د ټولې دنیا په مقابل کښې ودریږي .

 

ټیګونه