له سیمې د امریکابې شرمه تښته د سردارسلیماني د شهادت نتیجه ده
دغه نړیوال جنایتکار عمل همداراز د نړیوالو حقوقو په اساس د امریکا دژمنتیاؤ ډیره جوته خلاف ورزي وه، پر دې اساس د دوي دنړیوال مسئولیت دلیل دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت د زړونو دسردار شهید جنرال قاسم سلیماني د شهادت د دوهمې کلیزې په مناسبت پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،د سردار قاسم سلیماني د سپين سترګي ترور نتیجه ، د مقاومت د جبهې بشبړ فعالیدا او له افغانستان او عراقه د امریکا له ذلته ډ که تښته وه چې له ویتنامه ئې د دوي تښته راژوندۍ کړه .
د ایران د خارجه وزارت په اعلامیې کې روښانه شوې ده ، دغه وضعیّت د امریکاترهه ګر رژيم د سټراټژيکې لالهاندۍ پرته بل هیڅ نه دی ،لویدیځي آسیابه د سردار شهید قاسم سلیماني او ددغې سیمې د بې دفاع خلکو د قاتلانو لپاره امن ځاي نه وي .
داپه داسې حال کې دي چې په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي د شهید سردار قاسم سلیماني د ترور له دوهمې کلیزې سره په یووخت ، د ملګروملتو د امنیت شورا پړاویز مشر ته په یوه لیک کې ووئيل ،پر نړیوالې سولې اوا منتی د دغه ترهه ګر اقدام ترینګلو پایلو ته په پام سره ، امنیت شورا باید پخپل مسئولیّت عمل وکړي او امریکا او سرائيل دې مسئول وپيژندي .
د ملګروملتو دامنیت شورا پړاویز مشر ته د په دغې موسیسې کې د ایران د دایمی استازي اوسفیر مجید تخت روانچي په لیک کې راغلی دي ،د اسرائيلو د پوځي استخباراتو پخوانی مشر په خپلې وروستۍ مرکې کې د شهید قاسم سلیماني له مخکې په پلان شوي ترور کې ددغه رژيم په لاسوهنې باندې اعتراف کړی او وئيلی ئې دي ، چې د اسرائيلو استخباراتو په دغه ترور کې رول درلودلی او دا دهغه په مشرۍ په پړاؤ کې په دوو ډیرو مهمو او پام وړ ترورونو کې یو ترور دی .
تخت روانچي زیاته کړې ، دغه نړیوال جنایتکار عمل همداراز د نړیوالو حقوقو په اساس د امریکا دژمنتیاؤ ډیره جوته خلاف ورزي وه، پر دې اساس د دوي دنړیوال مسئولیت دلیل دی .
هغه زیاته کړې ، شهیدقاسم سلیماني له نړیوالې ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ډیر مهم رول درلود او په همدې دلیل ، په حقه ،له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د اتل او د سولې د سردار عنوان هغه ته ورکړل شو .له دې امله دغه بزدلانه ترور او داعش او په سیمې کې نورو ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو ته ستر خدمت ؤ او دوي هم ددغه ترور هرکلی کړی دی . امنیت شورا ته پکار ده پخپل مسئولیّت عمل وکړي او امریکا او اسرائيل دې، ددغه ترهه ګر عمل د پلانونې ،ملاتړ او ترسره کولو په خاطر مسئول وپيژندي .