له سیمې د امریکابې شرمه تښته د سردارسلیماني د شهادت نتیجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110526-له_سیمې_د_امریکابې_شرمه_تښته_د_سردارسلیماني_د_شهادت_نتیجه_ده
دغه نړیوال جنایتکار عمل همداراز د نړیوالو حقوقو  په اساس د  امریکا دژمنتیاؤ  ډیره جوته خلاف ورزي وه، پر دې اساس د دوي دنړیوال مسئولیت دلیل دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 03, 2022 08:20 Asia/Kabul
  • له سیمې د امریکابې شرمه تښته د سردارسلیماني د شهادت نتیجه ده

دغه نړیوال جنایتکار عمل همداراز د نړیوالو حقوقو  په اساس د  امریکا دژمنتیاؤ  ډیره جوته خلاف ورزي وه، پر دې اساس د دوي دنړیوال مسئولیت دلیل دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزارت د زړونو دسردار شهید جنرال قاسم سلیماني د شهادت  د دوهمې کلیزې په مناسبت پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،د سردار قاسم سلیماني د سپين سترګي ترور  نتیجه ، د مقاومت د جبهې بشبړ فعالیدا  او  له افغانستان او عراقه د امریکا له ذلته ډ که تښته وه چې  له ویتنامه ئې د دوي تښته راژوندۍ کړه .

د ایران د خارجه وزارت په اعلامیې کې  روښانه شوې ده ، دغه وضعیّت د امریکاترهه ګر رژيم د سټراټژيکې لالهاندۍ پرته بل هیڅ نه  دی ،لویدیځي آسیابه د  سردار شهید قاسم سلیماني او ددغې سیمې د بې دفاع خلکو  د قاتلانو لپاره امن ځاي نه وي .

داپه داسې حال کې دي چې په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي د شهید سردار قاسم سلیماني  د ترور له دوهمې کلیزې سره په یووخت ، د  ملګروملتو د امنیت شورا  پړاویز مشر ته په یوه لیک کې ووئيل ،پر نړیوالې سولې اوا منتی د دغه ترهه ګر اقدام  ترینګلو پایلو ته په پام سره ، امنیت شورا باید پخپل مسئولیّت عمل وکړي او امریکا او سرائيل دې مسئول وپيژندي .

د ملګروملتو  دامنیت شورا پړاویز مشر ته د  په دغې موسیسې کې د ایران د دایمی استازي اوسفیر مجید تخت روانچي  په لیک کې  راغلی دي ،د اسرائيلو د پوځي استخباراتو پخوانی مشر  په خپلې وروستۍ مرکې کې د شهید قاسم سلیماني  له مخکې په پلان شوي ترور کې ددغه رژيم په لاسوهنې باندې  اعتراف کړی او وئيلی ئې دي ، چې د اسرائيلو استخباراتو  په دغه ترور کې رول درلودلی  او دا  دهغه په مشرۍ په پړاؤ کې  په دوو ډیرو مهمو او  پام وړ ترورونو کې یو ترور  دی .

تخت روانچي  زیاته کړې ، دغه نړیوال جنایتکار عمل همداراز د نړیوالو حقوقو  په اساس د  امریکا دژمنتیاؤ  ډیره جوته خلاف ورزي وه، پر دې اساس د دوي دنړیوال مسئولیت دلیل دی .

هغه زیاته کړې ، شهیدقاسم سلیماني  له نړیوالې ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې  ډیر مهم رول درلود او په همدې دلیل ،  په حقه ،له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د اتل  او د  سولې د سردار  عنوان هغه ته ورکړل شو .له دې امله دغه بزدلانه ترور  او داعش او په سیمې کې  نورو ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو ته ستر خدمت ؤ  او  دوي هم  ددغه ترور هرکلی  کړی دی .  امنیت شورا ته پکار ده پخپل مسئولیّت عمل وکړي او امریکا او اسرائيل دې، ددغه ترهه ګر عمل  د پلانونې ،ملاتړ او  ترسره کولو په خاطر  مسئول وپيژندي .