له ايران سره د تعلقاتو په اهميت د قطر د امير تاکيد
د قطر امير د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير سره په کتنه کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو په اهميت او په سيمه ايزو او دوو اړخيزو موضوعاتو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو په پراختيا يې تاکيد وکړ.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان چې د قطر له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره له عمانه وروسته دغه هېواد ته لاړ دے نن په دوحه کښې د قطر د حکومت له امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني سره کته او خبرې اترې وکړې.
د ايران خارجه وزير په دغه کتنه کښې د قطر امير ته د ايران د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د سلام په رسولو سره په مختلفو سياسي، امنيتي، تجارتي او اقتصادي برخو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د وروستيو بدلونونو په اړه د نظر تبادله وکړه او د اقتصادی معاملو په زمينه کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د پراختيا لپاره په موجودو زمينو او ظرفيتونو تاکيد وکړ.
د ايران خارجه وزير همدارنګ له ګاونډيانو سره د تعلقاتو په برخه کښې د ديارلسم حکومت د پالېسۍ په بيانولو سره په خپلو مېنځو کښې د صلاح مشورو لپاره د دواړو هېوادونو د اعلی سطحې پلاو تبادلې ته اشاره وکړه.