ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110918-ورځپاڼو_ته_کتنه
د ایران د ایټمي پوهانو د وژلو جرم به بې سزا پاتې نه شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2022 09:15 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د ایران د ایټمي پوهانو د وژلو جرم به بې سزا پاتې نه شي .

 

کیهان

کرونا په امریکا کې بیا هم ریکارډ مات کړ ، په یوه ورځ کې یو میلیون درې نیم لکه کسان ککړ شول .

په امریکا کې په یوه نظر غوښتنه کې ۸۳ فیصده کسانو ویلی دی چی زمونږ دیموکراسی د هیوادونو لپاره ښه بیلګه نده .

د یمن انصار ا... غورځنګ ویلی دی په دغه هیواد کې د همومی بخښنې له اعلانه وروسته له سعودی ایتلاف ۱۶ زره عسکر بیل شوی دي .

د ایران د ایټمي پوهانو د وژلو جرم به بې سزا پاتې نه شي . ورځپاڼه په دې زمینه کې د غریب ابادي له قوله لیکلی دی  د بشري حقوقو د څرګندې خلاف ورزۍ د یو مصداق په توګه د ایټمي ساینس پوهانو د وژلو جنایت به بې سزا پاتې نه شي

کاظم غریب آبادي په دیوه ټویټ کښې لیکلي دي  نن د ایران د یو ویاړ شهید مصطفی احمدي روشن د شهادت لسمه کلیزه ده، د هغه پوه چې د سوله ایزې ایټمي پوهې د لوړاوي او ځايي کولو د لارې یو نه ستړې کیدونکی مجاهد و. د ویلو ده چې شهید مصطفی احمدي روشن د نطنز د ایټمي سایټ له بنسټګرو څخه و. هغه په ۲۰۱۱ کال کښې په تهران کښې د علامه طباطبایي پوهنتون د ارتباطاتو یا کمیونیکیشن سائنسز د پوهنځي مخې ته ټرور او شهید شو.

اطلاعات

د ایران د بسیجو مشر غلام رضا سلیمانی وایی د پیاوړی ایران جوړول د ولسواکۍ په تحقق کې دې .

د ایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان وایی له ختیځ او لویدیځ سره په انډوله بهرنی سیاست پسې یو .اطلاعات په خپل لومړی مخ په دې زمینه کې په یوه راپور کې لیکی حسین امیر عبداللهیان پرون په دوحه کښې د قطر له امیر او خارجه وزیر سره د کتنې ترڅنګ له خبریالانو سره په غونډه کښې، په دې خبرې سره چې د زور او پوځي توب له لارې د ستونزو او کړکیچونو د هواري کوشش نه دی پکاروویل: د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې په مسائلو کښې تل چورلیزي، رغنده او بنیادي رول لوبولی دی او د سیمې په بدلونونو کښې که هغه له داعش سره په مبارزه کښې وي او که په سیمه ایزو خبرواترو کښې، همیشه ښه لوری پاتې شوی دی.

هغه د سیمه ایزو خبرواترو په هکله هم وویل: ایران په دې لړ کښې تل خپل چمتووالی اعلان کړی دی او د فارس خلیج په سیمه کښې د ملګرتیا په موخه د خبرواترو لپاره یې مشورې او لارې چارې وړاندې کړې دي. د قطر امیر هم تل د ایران د اسلامي جمهوریت د آیډیاؤ هرکلی کړی دی.

د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه چې ایران خپل سیمه ایز دوستانه ویانا له وروستیو خبرواترو او بدلونونو خبروي ځکه چې هغوي د ګاونډیانو په توګه حق لري چې د ایران او ۴+۱ ډلې په مذاکراتو خبر ووسي.

امیر عبداللهیان وویل: ایران باوری دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت سوله ایزې ایټمي بریاوې ټولو ګاونډي او اسلامي هیوادونو ته وړاندې کړی شي.

تیري ګرو سعودي الوتکو د یمن ښارونه ۱۰۸ ځلې بمباري کړل . د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۴۴ ځلې د یمن شبوه ولایت بمباري کړ. په بیحان، عین او حریب ښارونو یې ۳۷ ځلې او د بیحان ښار په القنذع ښارګي باندې یې یې اووه وارې بمباري وکړه.

چین وایی د امریکا بندیزونه په  افغانستان کې د بشري ناورین سبب شوي دي . د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې امریکا د نړیوالو قوانینو پرخلاف نه شي کولی پر افغانستان یو اړخیزو بندیزونو ته دوام ورکړي.