د ايران او پاکستان د کلتوري ملګرتياو په پراختيا تاکيد
په پاکستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د کلتوري مرکز مشر او د پاکستان د مختلفو کليساګانو مسيحي پلاو په اسلام اباد کښې ليدنه کتنه وکړه او د دينونو ترمېنځ د کلتوري ملګرتياو د ودې او د مختلفو مذهبونو د پېروکارو ترمېنځ د ارتباطاتو د پراختيا په اړه خبرې اترې وکړې
د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د مختلفو کليساګانو د مسيحي پلاو غړيو د حضرت عيسي (ع) د ميلاد او او نوي ميلادي کال په مناسبت پرون په اسلام آباد کښې د ايران د کلتوري چارو له مشر احسان خزاعي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د ايران د کلتوري چارو مشر په دغه کتنه کښې د حضرت عيسی (ع) د ميلاد او د نوي ميلادي کال د مبارکۍ په ويلو سره د ايران او پاکستان د کلتوري فعاليتونو د معرفي کولو ترڅنګه وويل. د ايران د سفارت کلتوري مرکز او د پاکستان په مهمو ښارونو کښې خانه فرهنګونه او د ايران او پاکستان د فارسۍ د تحقيقاتو مرکز په دغه هېواد کښې د فعاليتونو اوږده مخينه لري او د دغو کلتوري مرکزونو زيات شمېر د دواړو هېوادونو د کلتوري تعلقاتو د اوچتې سويې ښودنه کوي.
دواړو لورو د الهي دينونو د پېروکارو ترمېنځ د خبرو اترو لپاره د ملګرتيا د ظرفيتونو او ګډو زمينو او همدارنګ د کلتوري او ديني مسائلو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.