د ایران اراده له روسیې سره د اړیکو پراخول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111306-د_ایران_اراده_له_روسیې_سره_د_اړیکو_پراخول_دي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د روسیې په ولسي جرګې دوما کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د روسیې له فیدراسیون سره د اړیکو د پراخولو لپاره له ضروري ارادې او چمتووالي برخور دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2022 12:30 Asia/Kabul
  • د ایران اراده له روسیې سره د اړیکو پراخول دي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د روسیې په ولسي جرګې دوما کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د روسیې له فیدراسیون سره د اړیکو د پراخولو لپاره له ضروري ارادې او چمتووالي برخور دی .

رئیسي نن په دوما کښې وویل ایران د نړۍ له ټولوهیوادونو په تیره بیا له ګاونډیو او هم تړونه هیوادونو سره د زیات تعامل کوشش کوي او ددغه تعامل او د ملګرتیا هدف او بنسټ د ملتونو متقابلې ګټې او یوې(۱) متمدنې نړیوالې ټولنې ته بڼه ورکول دي .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ د لشکرکشۍ او د نیواک د سیاست ماتي خوړل او له عراق او افغانستانه تښتیدا ته د امریکا مجبوریدل د ملتونو د مقاومت له کبله دي .

هغه وویل د ترهګرۍ پرضد جنګ د سطله غوښتنې پرضد جنګ دی ځکه چې ترهګرۍ د سلطه غوښتنې یوه(۱) جانبي نتیجه ده .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  وویل د سلطه ګرۍ سټراټيژۍ ماتي خوړلي ده او امریکا په تر ټولو کمزوري حالت کښې ده او د  خپلواکه هیوادونو قدرت په تاریخ جوړونکي ودې کښې دی .

رئیسي وویل له ترهګرو سره د امریکا شیطاني ائتلاف د دنیا د خلکو په تیره بیا د لویدیځې اسیا او له سوریې رانیولي تر  افغانستان پورې د ملتونو لپاره د ورځې په شان روښانه دی او همدا اوس له قفقاز څخه تر مرکزي اسیا پورې نویو ماموریتونو ته د تکفیري ترهګرو د استولو لپاره پیچلي پروګرامونه روان دي .

هغه وویل ناټو په نویو پوښښونو سره په بیلابیلو جغرافیايي حوزو کښې د نفوذ کوشش کوي کوم چې د خپلواکه هیوادونو  ګډې ګټې له ګواښ سره مخامخ کوي .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  وویل په ملتونو باندې بایکاټ لګول د نوي سلطې غوښتنې یوه(۱) دوده بڼه ده او ورسره مقابله کول د خپلواکه هیوادونو ملګرتیا او ډله ییز ځواب ورکولو ته ضرورت لري په بله بڼه کښې به په بیلابیلو پلمو سره د ټولو هیوادونو حتی د امریکا په متحدینو هم بایکاټونه ولګیږي .

هغه وویل امریکا ادعا کوي چې بایکاټ د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي فعالیتونو په وجه دی خو ټوله دنیا پوهیږي د ایران اټومي فعالیتونه قانوني دي او هغه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې دي .