ایران په پایدارې او په تکیې وړ موافقې پسی دی
زمونږ خبریال وايي د لویدیځو هیوادونو د ناسمو راپورونو په اپوټه ایران د ویانا په خبرو کښې په تکیې وړ او پایداره موافقې پسی دی .
په ویانا کښې د ایران مرکچي پلاوي ته یوې (۱) نږدې سرچینې د قطر له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مره کښې وویل مونږ یوازې د دائمي اټومي موافقې په فکر کښې یوو چې موقته نه وي .
د ایران دغه سرچینې وویل مونږ د دائمي اټومي موافقې فکر کوو نه دا چې موقتې او د موقته موافقې وړاندیز هیڅکله د ایران د اسلامي جمهوریت په اجنډا کښې نشته .
په ویانا کښې د ایران مرکچي پلاوي ته نږدې سرچینې وویل تهران یوازې دائمي موافقه او په پیاوړي بنسټونو ولاړه موافقه مني .
په داسې حال کښې چې ځینې رسنۍ په ویانا کښې د روانو خبرو اترو په هکله د غیر حقیقي خبرونو په خپرولو سره د دغو خبرو اترو تر اغیز لاندې د وروستلو کوشش کوي خو هماغه ډول چې د ایران چارواکو په ځلونو ویلي دي اسلامي جمهوریت په ویانا کښې په پایداره او په تکیې وړ موافقې پسی دی .
د ایران پرضد د بندیزونو د ختمولو په هدف د ویانا د خبرو اترو د اتم (۸) پړاو په چوکاټ کښې سلامشورې د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې د ایران او د څلور (۴) جمع یوې(۱) ډلې د هیوادونو یعني د جرمني د فرانسې ، د بریتانیا د روسیې او د چین ترمینځ په بیلابیلو سویو روانې دي .
په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ هم ویلي دي چې ایران په یوې (۱) اعتماد وړ خو په عین حال کښې په پایدارې موافقې پسی دی چې په اټومي تړون کښې له ورکړل شویو ژمنو سره سمون ولري او هر ډول موافقه چې دغه دوه (۲) شرطونه پوره نکړي د ایران د اسلامي جمهوریت په اجنډا کښې نشته .