د ایران په بهرني سیاست کې نوی پړاو پیل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111484-د_ایران_په_بهرني_سیاست_کې_نوی_پړاو_پیل_شوی
د اسلامي انقلاب د قومندان اعلی ځانګړی سلاکار تاکېد وکړ چي د ایران د بهرني سیاست په حیات کې نوی پړاو پیل شوی دی، له ۱۵ هیوادونو سره د ګاوندیتوب سیاست، زمونږ سیمه ایز سیالان او لوېدیځ دښمنان له لالهاندی سره مخ کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2022 09:56 Asia/Kabul
  • د ایران په بهرني سیاست کې نوی پړاو پیل شوی

د اسلامي انقلاب د قومندان اعلی ځانګړی سلاکار تاکېد وکړ چي د ایران د بهرني سیاست په حیات کې نوی پړاو پیل شوی دی، له ۱۵ هیوادونو سره د ګاوندیتوب سیاست، زمونږ سیمه ایز سیالان او لوېدیځ دښمنان له لالهاندی سره مخ کړی دی.

د اسلامي انقلاب د وسله والو ځواکونو د قومندان اعلا ځانګړی سلاکار جنرال «یحیی رحیم صفوی» د ایران او د ګاوندیانو په ګډه غونډه کې وویل: له ۱۵ هیوادونو سره د ګاوندیتوب سیاست، په لوېدیځه اسیا کې د ایران سیمه ایز سیاست، ختیځ ته کتنه او چین او روسیې سره د اړیکو پالنه زمونږ لوېدیځ دښمنان او سیمه ایز سیالان لالهانده کړی دی.

جنرال رحیم صفوی زیاته کړه: ایران کولایشي د خپل ګاونډیتوب په سیاست کې د هر اړخیزو، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، امنیتي او پوهنیزو اړیکو کې د اوږدمهاله ملګرتیاو لپاره له هیوادونو سره تفاهم وکړي.