د نه ختیځ  او نه لویدیځ سیاست پخپل ځاي باقي پاتې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111510-د_نه_ختیځ_او_نه_لویدیځ_سیاست_پخپل_ځاي_باقي_پاتې_دی
په ډاګه اعلان کوو چې په بهرنیو اړیکو کې هم له ختیځ سره او هم له لویدیځ سره  کار کوو،خو د خپلواکۍ په حوزې کې د نه ختیځ او نه لویدیځ  سیاست  په قدرت سره پخپل ځاي کې  پاتې دی .
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Jan 25, 2022 05:24 Asia/Kabul
  • د نه ختیځ  او نه لویدیځ سیاست پخپل ځاي باقي پاتې دی

په ډاګه اعلان کوو چې په بهرنیو اړیکو کې هم له ختیځ سره او هم له لویدیځ سره  کار کوو،خو د خپلواکۍ په حوزې کې د نه ختیځ او نه لویدیځ  سیاست  په قدرت سره پخپل ځاي کې  پاتې دی .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  پرون  په تهران کې د ایران دملی  او ګاونډیانو  د چارو دسیمنار په پایزو  دستورو کې  ووئیل ،په ډاګه اعلان کوو چې په بهرنیو اړیکو کې هم له ختیځ سره او هم له لویدیځ سره  کار کوو،خو د خپلواکۍ په حوزې کې د نه ختیځ او نه لویدیځ  سیاست  په قدرت سره پخپل ځاي کې  پاتې دی .

 د ایران خارجه وزیر  د ا یران او امریکا  د مستقیمو خبرواترو په باب ووئيل ،امریکایان په دایمي توګه  د مستقیمو خبرو غوښته مطرح کوي،خو مونږ تر دې دمه پخپلو جمع بندیو کې   دې ټکي ته نه یوو رسیدلي .

 امیر عبداللهیان دې ته په اشارې سره چې  د دیارلسم  حکومت  دکار د بیلیدا یو اساسی لومړیتوب  له ګاونډیانو سره  ملګرتیا او تعامل دی ، زیاته کړه،حکومت هڅه کوي ،د موجوده  ظرفیّتونو په لازیاتولو  او  د  خڼډول شوو ظرفیّتونو په بیرته فعالولو اوسسټماټيک کولو له ګاونډیو هیوادونو سره  دوه اړخیزې اړیکې بیرته تعقیب کړي .