په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۳۰کسان قرباني کړل
(last modified Thu, 27 Jan 2022 11:47:09 GMT )
Jan 27, 2022 16:17 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۳۰کسان قرباني کړل

په ایران کې تر دې دمه د کروناویروس په ضد  شپیته میلیون  شپږ لکه  دوه زره کسانو   لومړنی ډوز ، درې پنځوس میلیون اته لکه   څلور اویا زره  کسانو  دوهم ډوز  او دغه راز  پنځلس میلیون  نهه لکه شپږ دیرش زره   نهه سوه کسانو هم دریم ډوز واکسن  پچکاري کړی دی

زمونږخبریال راپور راکړ ،  دایران د  روغتیائي چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په تیرو شواروز کې د کرونامنحوس ویروس باندې د  ککړتیا له امله د نورو دیرشو کسانو په مړینې پسې تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک دوه دیرش زره درې سوه درې دیرش تنو ته ورسید .

په راپور کې وئيل شوي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې  همداراز د تشخیص  دنړیوالو معیارونو په اساس  په کرونا ویروس نور څوارلس زره  زره درې سوه  کسان ککړ شوي  چې له دوي سره  تر دې دمه په ایران کې  په کرونا دککړو  کسانو شمیر  هم شپږ میلیون  او دوه لکه درې نوي زره اوه سوه کسانو ته رسیدلی  چې له دوي تر دې دمه په درملنې پسې  شپږ میلیون یونوي زره  نهه سوه کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 په دغې اعلامیې کې دغه راز وئیل شوي دي ،په ایران کې تر دې دمه د کروناویروس په ضد  شپیته میلیون  شپږ لکه  دوه زره کسانو   لومړنی ډوز ، درې پنځوس میلیون اته لکه   څلور اویا زره  کسانو  دوهم ډوز  او دغه راز  پنځلس میلیون  نهه لکه شپږ دیرش زره   نهه سوه کسانو هم دریم ډوز واکسن  پچکاري کړی دی