د اسلامي انقلاب ستر لارښود د امام خمیني( رح )حرم ته ورغی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111808-د_اسلامي_انقلاب_ستر_لارښود_د_امام_خمیني(_رح_)حرم_ته_ورغی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار او د سباوون د لسیزې په درشل کښې د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه سپیڅلي حرم او د بهشت زهرا سلام الله علیها د شهیدانو هدیرې ته ورغی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2022 09:04 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب ستر لارښود د امام خمیني( رح )حرم ته ورغی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار او د سباوون د لسیزې په درشل کښې د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه سپیڅلي حرم او د بهشت زهرا سلام الله علیها د شهیدانو هدیرې ته ورغی .

د ایران د اسلامي انقلاب د پرتمینه بریالیتوب د درې څلویښتمې (۴۳) کلیزې او د سباوون د لسیزې په درشل کښې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار وختي د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه سپیڅلي  حرم ته ورغی او د قران مجید په تلاوت او د لمانځه په ترسره کولو سره یې د د ایران د ملت د عظیم الشان امام یاد او خاطره ولمانځله .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه راز د بهشتي ، د رجايي ، د باهنر د لوړمقامه شهیدانو او د دیارلس سوه شپیتم (۱۳۶۰) هجري لمریز کال د چنګاښ د میاشتې د اومې (۷) نیټې د نورو شهیدانو مزارونو ته په ورتلو سره له متعال خدای څخه د هغوې لپاره د لوړو درجو غوښتنه وکړه .

د دیارلس سوه اوه پنځوسم (۱۳۵۷) هجري لمریز کال د سلواغۍ د میاشتې دولسمه (۱۲)  یعني د نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال د فرورۍ د میاشتې لومړۍ(۱) نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له هیواد څخه پینځلس (۱۵) کاله لیرې پاتې کیدا او جلاوطنۍ وروسته د خلکو په پرتمینه هرکلي سره د اسلامي ایران  په خاورې باندې قدم کیښود .

ایران ته د  حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له راتلو لس (۱۰)ورځې وروسته د دیارلس سوه اوه پنځوسم(۱۳۵۷) هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه(۲۲) یعني د نولس سوه  نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه د ایران پرتمینه اسلامي انقلاب بریالیتوب ته ورسید او په همدې دلیل د سلواغې د میاشتې له دولسمې (۱۲) چې ایران ته د امام خمیني د راتلو ورځ ده د سلواغې د میاشتې تر دوه ویشتمې (۲۲) نیټې پورې چې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ورځ ده د سباوون لسیزه نومول شوي ده او هر کال په دغو ورځو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت جشنونه او مراسم ترسره کیږي .