آيت الله صافي ګلپائګاني له فاني دنيا سترګې پټې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111842-آيت_الله_صافي_ګلپائګاني_له_فاني_دنيا_سترګې_پټې_کړې
د تقليد مرجمع آيت الله لطف الله صافي ګلپائګاني په قم کښې کښې وفات شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2022 02:25 Asia/Kabul
  • آيت الله صافي ګلپائګاني له فاني دنيا سترګې پټې کړې

د تقليد مرجمع آيت الله لطف الله صافي ګلپائګاني په قم کښې کښې وفات شو.

د اېرنا د رپوټ له مخې د تقليد دغه مرجع له يوې مودې بيمارۍ وروسته پرون ماښام د زړۀ د اودرېدو له کبله په حق اورسېد.

د اهلبېتو عليهم السلام د مکتب دغه قدرمن فقيه بروجردي، حجت، خوانساري او ګلپائګاني په شان آيت الله ګانو له نامتو شاګردانو څخه ؤ او يوه موده هم په نجف اشرف ښې له آيت الله محمد کاظم شيرازي او محمد علي کاظمي څخه علمي فېض حاصل کړ.

شېخ المراجع آيت الله صافي کلونه کلونه د قم په علميه حوزه کښې په تدريس، تحقيق اوږ د مختلفو فقهي، کلامي او حديثي آثارو په تاليف بوخت ؤ.

د اساسي قانون د خبرګانو په جرګه کښې غړيتوب، په څارونکې شورا کښې غړيتوب او د امام خميني (رح) په حکم د دغې جرګې سېکتر د حضرت آيت الله صافعي ګلبائګاني ځينې سياسي فعاليتونه وو.

د تقليد له دغه قدرمن مرجع څخه له اتيا عنوانه زيات آثار په يادګار پاتې دي چې له هغو څخه ځينو د ولايت د کال کتاب او د مهدويت د کال کباب انعامونه هم ترلاسه کړيدي.

منتخب الاثر، اوقات الصلوات، بيان الاصول  او  ثلاث رسائل فقهيه د آيت الله ګلپائګاني له آثارو څخه دي.