اسرائیل د ټولو هیوادونو لپاره ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111922-اسرائیل_د_ټولو_هیوادونو_لپاره_ګواښ_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل اماراتي سیال سره په خبرو اترو کې تاکېد وکړ چي صهیونیستي رژیم د ټولو هیوادونو او سیمي لپاره ګواښ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2022 08:26 Asia/Kabul
  • اسرائیل د ټولو هیوادونو لپاره ګواښ دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل اماراتي سیال سره په خبرو اترو کې تاکېد وکړ چي صهیونیستي رژیم د ټولو هیوادونو او سیمي لپاره ګواښ دی.

څو ورځې وړاندې د صهیونیستي رژیم سرغنه «اسحاق هرتزوګ» د لومړي ځل لپاره په یو رسمي سفر کې ابوظبي ته ننوتل، دغه سفر په داسي تر سره کیږي چي د امارات یرغلګرو ځواکونو په یمن باندې بریدونو ته زور ورکړي او د یمن فوځ هم په مختلفو عملیاتونو کې په امارات باندې ځوابي بریدونه کړي دي.

تیره شپه د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د امارات د بهرنیو چارو له وزیر «عبدا... بن زاید ال نهیان» سره په اړیکه کې دې ته په اشارې سره چي د جنګ او د نښتو دوام په سیمه کې د هیڅ یو هیواد په ګټه نه ده، زیاته کړه: باید هڅه وشي چي کړکېچ رامینځ ته کوونکي لاملونه په سیمه کې د پښو ځای پیدا نه کړي.

د امارات د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چي هیواد یې ایران سره د اړیکو په پراخولو کې جدي دی او په مختلفو زمینو کې د دوه اړخیزو خبرو اترو په دوام تاکېد کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم، امارات ته د صهیونیستي رژیم د سرغنه د سفر په غبرګون کې ویلي وه چي اسرائیل خپل منحوسه بقا او دوام په بحران، اختلاف، وژلې او تاوتریخوالو کې ویني.

د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې اسرائیلو سره د ځینو هیوادونو د اړیکو د رغونې غندنه کوي بلکې سپارښتنه کوي چي دغه هیوادونه دي هرڅومره ژر د خپلو ولسونو د ږغ په اورېدلو سره، په اسلامي او عربي نړۍ کې اختلافاتو ته د پای ټکی کښېږدوي تر څو د سیمي راتلونکې ځلانده شي.