خپلواکه رسنۍ د لویدیځ په اجتماعي ټولنو کښې ښه رول لوبوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112074-خپلواکه_رسنۍ_د_لویدیځ_په_اجتماعي_ټولنو_کښې_ښه_رول_لوبوي
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو مرستیال وویل: له خپلواکو رسنیو سره د لویدیځ مبارزه په غربي ټولنو کښې د دغو رسنیو د پياوړي نفوذ نښه ده
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 08, 2022 12:44 Asia/Kabul
  • خپلواکه رسنۍ د لویدیځ په اجتماعي ټولنو کښې ښه رول لوبوي

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو مرستیال وویل: له خپلواکو رسنیو سره د لویدیځ مبارزه په غربي ټولنو کښې د دغو رسنیو د پياوړي نفوذ نښه ده

احمد نوروزي په دمشق کښې د سوریې د ولسمشر له ځانګړې صلاحکارې بثینه شعبان سره په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې رسنۍ د هر حکومت د ملي امنیت برخه او یو رکن دی، زیاته کړه: کوم رسندوي جنګ چې د لویدیځ رسندوي امپراطورۍ غوره کړی دی، یو پراخ جنګ دی او ورسره د مقابلې لپاره باید له ټولو امکاناتو او وسائلو کار واخیستې شي.

نوروزي څرګنده کړه: سوریه د ایران په رسنیو کښې یو ځانګړی مقام لري او د ایران اسلامي جمهوریت ډاډه و چې سوریه به له ترهګرۍ او د هغې له ملاتړو سره په جنګ کښې بریالۍ شي.

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو چینلونو مشر ټینګار وکړ: پکار دي چې د لویدیځ له رسندوي جنګ سره په مقابله کښې د رسنیو د پراختیا لپاره ګډ پروګرامونو برابر کړی شي.

په دغې کتنې کښې د بشار الاسد ځانګړې صلاحکارې هم د ایران له اسلامي جمهوریت سره د سوریې د هدف او برخلیک په مشترک بللو سره وویل: له یوې خوا د مقاومت د چورلیز او ختیځ ترمینځ په جنګ کښې او له بلې خوا له لویدیځو هیوادونو سره په جنګ کښې د رسنیو رول ډیر اهمیت لري او پکار دي چې د رسندوي محتوا په کیفیت باندې په تمرکز سره د لویدیځ په هکله پروګرامونو لپاره نوې لارې چارې او خپرونې برابر شي.

هغې د مقاومت د چورلیز په هیوادونو باندې د دښمن له رسندوي یرغل سره په مقابله کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د د نظر تبادلې او اقدام ته د سوریې چمتووالی اعلان کړ او ډاډ یې څرګند کړ چې ایران به د ایټمي مسئلې په سر خپلو مذاکراتو کښې بریالی شي.