د ویانا ایټمي خبرې اترې الو د ایران د رواغوښتو د تضمین ضرورت
د بندیزونو حقیقي تائيدیدا، داقتصادي ګټو تضمین ، د تیلو او د نورو سټراټژيکو شیانو او محصولاتو له بې درد او خنډ پرته خرڅلاؤ او او د دوي د اسعارو راستنیدا ، د ایران د اسلامی جمهوریت تر ټولو مهمې او روا غوښتنې دي .
د ایران په ضد د بندیزونو دختمولو په موخې سره د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ویانا دخبرواترو اتم پړاؤ له دوام سره سم ،د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست له مسئول او انګریز خارجه وزیر سره د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي سلامشورې ترسره شوي دي .دغه مشورې د ویانا په خبرواترو کې د ایران دعمل د نوښت تر څنګ، یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره د ایران دصادقانه او روښانه کړچار ښودنه کوي .
د ویانا د ایټمي خبرواترو تم پړاؤ ، په کوبرګ هوټل کې دنورو پلاؤ له مشرانو سره د ایران دمرکچي ټيم دمسئول علی باقري کني په کوټلو لیدوکاتو سره دوام لري او په دې مینځو میان کې ،علی باقري کني پرون ناوخته د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس له عمومی مدیر رافائل ګروسي سره هم لیده کاته کړي دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون داروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست له مسئول جوزف بورل سره په ټيلیفوني خبرو کې په ویانا کې د ایران دمرکچي ټيم جدي هلوځلو او دحقیقت پالو نوښتونو وړاندې کولو ته په اشارې سره ټينګار کړی،ضروري ده په هرډول وړاندیزونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت روا حقوق او غوښتې په نظر کې ونیول شي .
په ویانا کې د ایران دمرکچي ټيم ترکیب په ښه ډول، یوې ښې،د تکیې وړ او تل پاتې موافقې ته د رسیدا لپآره دتهران دجدیّت ښودنه کوي .ایران د ویانا دخبرواترو په اتم پړاؤ کې تر دې دمه په تل پاتې ضمانتونو سره یوې ښې موافقې ته درسیدا لپآره نوښتونه وړاندې کړي دي او اوس په دې باب د جوزف بورل اعتراف ته په پام سره چې د ویانا خبرې اترې ،حساسیې او تقریبا نهائي مرحلې ته رسیدلي دي ، اوس غونډسکه د لویدیځي لوري په ګراؤند کې ده .
دې ته په پام سره چې تقریبا زیاتره مرکچي ټیمونه د ویانا د خبرواترو بهیر او پرمختګ ښه او مخ په وړاندې ارزوي ،د ځينو هیوادونو له تکراري لوبې لیرې ، یوې تل پاتې او د باؤر وړ موافقې ته درسیدا لپاره د لویدیځي لوري د واقعي ارادې ننداره ضروري ده .
د ایران اسلامی جمهوریت په خبرواترو کې ترهغه ځایه چې ممکنه ده ،دملی ګټو په تضمین او د سرو کرښو په رعایتولو سره، د ویانا د خبرواترو یوې نتیجې ته د رسیدا لپاره ،لازم نرمښت ښودلی او اوس د ویانا د خبرواترو نهائي پرمختګ ، د لویدیځي لورو له نرمښت او مسئولیّت منلو سره اړوندوالی لري .
په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د شتون په دوام او ورپسې ، یوې جامعې او ښې موافقې ته در سیدا لپاره دحقیقت پالو وړاندیزونو په وړاندې کولو سره ، دایران نوښت او منطقي کړچار ، د ویانا د اتم پړاؤ خبرې اترې ، حساسې مرحلې او د درستو لورو له خوا د سیاسی فیصلو تر غوره کولو پورې رسولي دي .
دایران ا سلامی جمهوریت د ویانا دخبرو اترو په نهائي موافقې او واحد متن کې د خپلو ملی ګټو د تضمین او د روا غوښتنو له لحاظ کولو ورآخوا هیڅ شه نه تعقیبوي او د ایران دغه سیاست ، له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه په وتلو کې د امریکادبدعهدۍ دتجروبې او د ایران د ملی ګټو د نه تضمینیدا په سبب ، تل پاتې دی .
هماغه شان چې دایران د ملی امنیت دلوړې شورا منشي علی شمخاني هم ټينګار کړی دی،د امریکا بدعهدئ،په ویانا کې د هرډول موافقې تر ټولو مهم ګواښونکي دي او تائيدیدا او او دتضمین وړاندې کول ئې هم دیوې ښې موافقې نه جلا کیدونکي برخه ده .
د بندیزونو حقیقي تائيدیدا، داقتصادي ګټو تضمین ، د تیلو او د نورو سټراټژيکو شیانو او محصولاتو له بې درد او خنډ پرته خرڅلاؤ او او د دوي د اسعارو راستنیدا ، د ایران د اسلامی جمهوریت تر ټولو مهمې او روا غوښتنې دي .