امریکا او لویدیځ به د ایټمي خبرواترو ناکامۍ مسئول دي
د ایران اسلامی جمهوریت د یوه مسئولیّت منونکي هیواد په توګه په کرتو وئيلي دي ، دې ته په پام سره چې امریکا هغه لوری ؤ چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې یو اړخیزه خلاف ورزي ئې وکړه او دا واشنګټن دی چې باید د بندیزونو په ختمولو سره دې بیرته نړیوالې موافقې ته وګرځي او لازمه ده چې دامریکا دژمنتیاؤ اجرا په بشپړ ډول تائيد هم شي .
زمونږ خبریال راپور راکړ، د ا یران دا سلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې دمیونیخ امنیتی غونډې کې د ګډون لپاره جرمني ته تللی دی ، ددغې ناستې په څنډې کې ئې له سی این این خبری چینل سره په خبرو کې امریکا او لویدیځ د ویانا دخبرواترو د هرډول احتمالی ناکامۍ مسئول وبلل او وې وئيل ، په خوش بینۍ او جدیّت سره په ویانا کې یوې ښې موافقې ته درسیدا لپاره هڅه کوو .
دایران خارجه وزیر زیاته کړې ، خوش بینه یوو ، ځکه دایران د اسلامی جمهوریت حکومت جدی هوډ لري ، ددې لباره چې په ویانا کې یوه ښه موافقه ترلاسه کړو .
امیر عبداللهیان همداراز ووئيل ، که امریکا اولویدیځ حقیقت پال چلند ونه کړي ، نو حتما به د خبرواترو د احتمالی ناکامۍ او خرابیدو مسئول وي .
د ویانا خبرو اترو د ایران د مرکچي ټيم دن وښتونو په دلیل ، یو لړ پرمختګونه کړي دي ، خو د لویدیځي لوري په تیره بیا د امریکا د پخواني کرغیړن حکومت د غیر قانوني اقداماتو او دزیاتره دباؤ د سیاست د دوام د جبرانولو لپاره امریکا د ولسمشر جوزف بایډن د حکومت لټي او ځنډ، جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا لپاره ددغه هیواد په جدت کې د شکونو او دخبرواترو د بهیر د اوږدیدا سبب شوی دی.