د ایران او نړیوالو ورځپاڼوته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112520-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼوته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2022 08:29 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼوته کتنه

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د ایران د پارلمان په پرون ورځې ښکاره غونډې کښې ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د دوه سوه پنځوسو استازیو بیانیه ولوستل شوه چې پکښې ټينګار شوی دی د ضروري تضمینونو له ترلاسه کولو پرته له څلور جمع یوې ډلې غړي هیوادونو سره هیڅ  موافقه ونه مني .

د اوکراین په ختیځ کښې د بیلتون غواړو او د حکومتي عسکرو ترمینځ د جنګونو په زیاتیدا سره د روسیې رسنیو وویل د اوکراین حکومتي عسکرو په تیرې شنبې ورځ په ختیځ کښې په دونباس سیمې څه د پاسه اته سوه ځله حملې کړي دي .

له دې سره په یووخت د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن په اروپا کښې د یوه ستر جنګ چې له تیرو اتیاو کلونو راپدیخوا یې ساری نشته د رامینځته کیدا په هکله خبرداری ورکړی دی .

د افغانستان د حکومتي او د خصوصي پوهنتونونو استادانو په کابل کښې په یوې اعتراضیه غونډې کښې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا په دغه هیواد کښې د افغانستان د ډالرو کنګل کول او غلاکول وغندل .

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین  ، پیپلز ګوند، جماعت اسلامي ، جمیعت علمای اسلام ، د مسلم لیګ د نواز څانګې په شمول د دغه هیواد سیاسي او مذهبي ګوندونو د صهیونیسټ رژيم په شتون  سره په څو ملیتي مانورې کښې د پاکستان د سمندري ځواک د ګډون په هکله خپل سخت اعتراض اعلان کړ .

د اوکراین د کړکیچ په هکله د روسیې او د لویدیځ ترمینځ د تاوتریخوالي له ختمیدا سره په یووخت د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشر په یوې مرکې کښې ادعا وکړه راتلونکي ژمی به اروپا نور د روسیې په ګازو باندې اړونده نه وي .

د یمن وسله والو ځواکونو د خپلو توپونو ، د بې پایلوټه الوتکو او د توغندوي یونټونو په ګډون سره د هیواد په شمال لویدیځ کښې په حرض ښار باندې د سعودي عربستان د ائتلاف او د هغوې ګوډاګیانو ته په اړونده ځواکونو حملې وکړې او سختې مرګ ژوبلې یې ورته واړولې .

د انګلستان پینځه نوي کلنه ملکه «دوهمه الیزابت »په کورونا ویروس اخته شوي ده .

په نیواکي ټاټوبو کښې د لبنان د حزب الله غورځنګ د بې پایلوټه الوتکو د عملیاتو د څو ورځو له تیریدا سره سره دغو عملیاتو ته غبرګونونه اوس هم دوام لري .

د اسرائیلو رسنیو وویل د حزب الله دغه عملیات د صهیونیسټ رژیم لپاره یوه اقتصادي او امنیتي ماتي وه .

العربي جدید ورځپاڼې چې مرکز یې په لندن کښې دی وویل د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان شپږو مخالفو سیاسي ګوندونو په هیواد کښې د ریاستي نظام د ختمولو په هکله غور کړی دی .

د سعودي عربستان د جدې ښار ښاروالۍ په دغه سیمه کښې د خلکو د کورونو ړنګولو ته دوام ورکوي .

د سعودي عربستان خلک د خپلو کورونو او کوڅو په ړنګولو اعتراض لري اوهغه د تاریخ یوه  برخه ګڼي .

()

ګرانو لوستونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

()

د رای الیوم ورځپاڼې مسوول چلونکي عبدالباري عطوان وویل د اسرائیلو د توغندوي ضد سیسټم وسپنیزه ګونبسې د «مرکاوا »له افسانې سره یوځاې شوه .

د لبنان د حزب الله غورځنګ د بې پایلوټه الوتکو دوه ورځې مخکې عملیات چې د صهیونیسټ رژیم په داخل کښې یې کړي وو یوې بې پایلوټه الوتکې کابو څلویښت دقیقې د اسرائیلو په فضا کښې په اویا کلومیټره ځمکې کښې الوت وکړ او روغه رمټه د لبنان خاورې ته ورستنه شوه او د سیمې د مقاومت ډلو،کارپیژاندو او رسنیو یې پراخ هرکلی کړی دی .

د امریکا د مشرانو جرګې سینا یوه مشهور سناتور لینډسي ګراهم د جرمني د مونیخ د امنیتي غونډې په څنګ کښې چې د افغانستان په حالاتو باندې د غور لپاره بیله وه وویل هیوادونه او حکومتونه باید سیاسي روا والي ته د طالبانو د لاسرسي لپاره هڅه ونکړي ځکه چې دغه ډله هیڅکله نه ده بدله شويه او په راتلونکي کښې هم نه بدلیږي .

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر بن فرحان له ایران سره د خبرو اترو په هکله وویل د تیرو پړاونو په خبرو کښې د پام وړ پرمختګ له نشتون سره سره مونږ له ایران سره د خبرو اترو د پینځم پړاو په تمه یوو .

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان ډوجاریک وویل دغه موسسه د فلسطین د خلکو د کورونو له ړنګولو او له قدس څخه د هغوې په زوړه کډوالولو سره مخالفه ده ځکه چې دغه کار د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده .

د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلي ويژن د دغه رژيم د ځینو چارواکو په قول په یوه راپور کښې وویل «تل  اویو» په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان باند د یمن د عسکرو په بریالیتوب سره د بې پایلوټه الوتکو له حملو او ګواښونو وروسته دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې د یمن انصار الله غورځنګ په اسرائیلو باندې د برید کولو توان ترلاسه کړی دی .

د روسیې حکومتي ټیلي ویژن په اوکراین کښې له دونتسک او لوهانسک جمهوریتونو څخه په یوه راپور کښې چې د روسیې پلوي دي وویل د اوکراین پوځیانو په تیرو څلرویشتو ساعتونو په دغو دوو جمهوریتونو باندې څه د پاسه اته سوه ځله حملې کړي دي .

د «ایت الله واعظ زاده بهسودي» په مشرۍ د هزاد قوم د شیعه مسلمانانو عمومي شورا خپل موجودیت اعلان کړ .

دغه شورا د هزاره قوم د متحد کولواو د افغانستان د بیلابیلو قومونو ترمینځ د وحدت د رامینځته کولو لپاره خپل موجودیت اعلان کړی دی .

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د یمن د دریو ولایتونو پرضد څاروي ډوله حملې وکړې چې د ګڼ شمیر ملکي وګړو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوې .

د عراق په پارلمان کښې د الفتح ائتلاف استازي محمد البلداوي ټینګار وکړ چې د دغه هیواد  راتلونکي لومړي وزیر ته د رایې ورکولو لپاره د شیعیانو د غږملتیا پلاوي یوازنی شرط له خپل هیواده د امریکا د نیواکګرو پوځیانو وتلو ته د هغه ژمن کیدل دي .

د امریکا څو رسنیو په نویو سپوږمکیزو تصویرونو باندې استناد کولو سره راپور ورکړ داسې ښکاري چې د شمالي کوریا د پلوټونیم د تولیدولو اټومي مرکز په دغو تاسسیاتو کښې د واورې د ویلي کیدا ته په پام سره د کار او د فعالیت کولو په حال کښې دی .

()

ګرانو دوستانو  اوس به د ځینو خارجي نړیوالو ورځپاڼو سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې افغانستان ته د لوېدیځو هېوادونو په نه پاملرنې یوه لیکنه خپره کړې ده.

د بریتانیا تکړه خبریال جان سیمپسون چې کلونه کېږي له افغانستانه راپورونه ورکوي په دې مقاله کې لیکي، له افغانستانه د لوېدیځو هېوادونو له وتلو وروسته دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ زیات شوی.

لیکنه کې د بیلګې په ډول د کابل، هرات او بامیان ښارونو یادونه شوې چې بې وزله کسان په کې د ډوډۍ سوال ته په لویو کتارونو کې ناست وي.

لیکوال ویلي، کله چی څوک دې ښارونو کې ګرځې د شرم احساس کوې، ځکه  چې خلک یې بې وزله دي او کله نا کله د خپلو هغو لاسته راوړنو د دفاع په خاطر ان وژل کېږي چې تېرو دوو لسیزو کې یې ترلاسه کړي دي.

له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو له وتلو دا دی ۶ میاشتې ووتې، خو لیکوال انتقاد کړی چې همدې لږه موده کې امریکایي او بریتانیایي رسنیو د افغانستان وضعیت هېر کړی دی.

جان سیمپسون لږ وړاندې تللی او د افغانستان په اړه یې د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پالیسۍ هم نیوکه کړې.

ده ویلي، ټرمپ په لوی لاس افغانستان طالبانو ته وسپاره.

ګارډین لیکلي، د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن که څه هم مجبور نه و چې د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي، خو وایي بایډن هم د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکړ او پوځیان یې له افغانستانه وایستل.

د لیکوال په باور، د افغانستان د غمیزې لامل د امریکا او نورو لوېدیځو قدرتونو داسې کمزوري په ګوته کوي چې ان د ویټنام له ماتې وروسته هم نه تر سترګو کېده.

()

ګلف ټوډې ورځپاڼې په یوه راپور کې د نړیوال بانک د مشرتابه هغې پرېکړې ته اشاره کړې چې ویلې يې دي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې یو میلیارد ډالر کرنې، روغتیا او کورنیو پروګرامونو ته ځانګړي کوي.

 

په مطلب کې راغلي، دا پرېکړه هغه هڅې ګړندۍ کوي چې په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.

وړاندې لولو، دا پيسې روان ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د بیا رغونې له صندوقه اخیستل کېږي او د لګښت لپاره یې د ملګرو ملتونو اړوندو بشري ادارو ته سپارل کېږي.

()

اکسپرېس تریبیون ورځپاڼې بیا په خپله تازه ګڼه کې روسیې ته د پاکستان د لومړي وزیر  عمران خان د همدې اوونۍ پر پلان شوي سفر تبصره کړې ده.

لیکنه کې راغلي، اوس مهال توده موضوع د روسیې او اوکراین نانندرۍ دي، خو لیکوال ویلي، عمران خان به د روسیې له چارواکو سره پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، پاکستان د امریکا متحد دی او دې برخه کې باید شاتګ ونه کړي، خو لیکوال ټینګار کړی چې پاکستان له روسیې سره هم خپلې اړیکې پياوړې کوي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ .