لويديځ نېغ په نېغه د جنګونو او بحرانونو ذمه وار دے
(last modified Sat, 26 Feb 2022 01:01:15 GMT )
Feb 26, 2022 05:31 Asia/Kabul
  •  لويديځ نېغ په نېغه د جنګونو او بحرانونو ذمه وار دے

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر وويل: کله چې لويديځ په مختلفو طريقو سره د هېوادونو ملي امنيت ته د زيان رسولو کوشش کوي په عملي توګه د هغو جنګونو او بحرانونو ذمه وار دے چې د لويديځ د پالېسۍ په وړاندې د ټينګ اودرېدنې په هدف سره بڼه نيسي.

هغه پرون په يوکرائن کښې د نښتو او په دغه هېواد کښې د بحران په دويمه ورځ په يو ټوئيټ کښې وليکل: له جنګ نه زيات بل هيڅۀ نفرت رامنځته کؤنکي نشته خو کله چې لويديځ په مختلفو طريقو سره د هېوادونو د ملي امنيت د زيانمنولو کوشش کوي نو په عملي توګه نېغ په نېغه د هغو جنګونو او بحرانونو ذمه وار دے چې د لويديځ د پالېسۍ په وړاندې د ټينګ اودرېدنې په هدف سره بڼه نيسي.

هغه پرون هم په ټوئيټ کښې وليکل: د اروپا په يوې ډېرې ختيځې برخه کښې د بحران د رامنځته کېدو په وجه د مالي بازارونو نسکورېدو او د انرجۍ د بيې د پام وړ زياتېدو وښودله چې د نړۍ په ختيځه نيمه کره کښې په ټولو شکلونو کښې بې ثباتي او ناامني به د لويديځ ګټې له سختو زيانونو سره مخامخ کړي؛ د يوکرائن بحران يو نصيحت لرونکے عبرت کېدې شي.

 

ټیګونه