اسلامي ایران د تل لپاره د امریکا په انتظار نه کیني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112878-اسلامي_ایران_د_تل_لپاره_د_امریکا_په_انتظار_نه_کیني
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند وویل د ایران اسلامي جمهوریت موافقې ته چمتو دی خو د تل لپاره منتظر نه پاتې کیږي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 01, 2022 11:41 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د تل لپاره د امریکا په انتظار نه کیني

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند وویل د ایران اسلامي جمهوریت موافقې ته چمتو دی خو د تل لپاره منتظر نه پاتې کیږي .

سعید خطیب زاده د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند څرګندونو ته په ځواب کښې چې ګواښ یې کړی و د تهران د دریځ د سختیدا په بڼه کښې واشنګټن له خبرو اترو څخه څنګ ته کیدا ته تیار دی وویل امریکا کلونه کلونه کیږي چې له اټومي تړون وتلي ده او له دې کبله باید دغه ډاډ ترلاسه شي چې دغه پیښه نوره تکرار نشي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید  خطیب زاده په دې خبرې سره چې لافو وهلو کومه نتیجه نه ده لرلي او نه به یې ولري او دا د فیصلې غوره کول دي چې نتیجه ورکوي وویل ټول هیوادونه د ځانونو لپاره ځاې ناستي انتخابونه لري که څه هم د امریکا مینځ تشي انتخابونه له دې مخکې ثابت  شوي دي .

خطیب زاده وویل که چیرې امریکا خپله فیصله وکړي نو په کامل ډول موافقه کیدلای شي او ایران دغه تړون ته تیار دی خو د تل لپاره په انتظار نه پاتې کیږي .

د ایران او د څلور جمع یوې ډلې او د اروپايي اتحادیې د غږملونکي  ترمینځ د خبرو اترو د اتم پړاو په چوکاټ کښې په ویانا کښې سلامشورې روانې دي .