ایران له پاکستان سره د پوهې او تجربو تبادلې ته تیار دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک قومندان حمید واحدي وویل ایران د پاکستان د پوځ له هوايي ځواک سره په بیلابیلو حوزو کښې هر ډول ملګرتیا ته تیار دی .
هغه نن پاکستان ته د خپل رسمي سفر په دریمه ورځ له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې په تیرو درې څلویښتو کلونو کښې د ایران پرضد د امریکا یواړخیزه بایکاټونه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک په شمول د وسله والو ځواکونو لپاره د برکت سرچینه وبلل .
د ایران د پوځ د هوايي ځواک قومندان حمید واحدي د پاکستان د پوځ د هوايي ځواک له قومندان سره خپلې کتنې ته په اشارې سره وویل ایران له پاکستان سره د اړیکو د هر ډول پراخولو هرکلی کوي او د دوه اړخیزه تعامل په لړ کښې به ملګرتیا وکړي ځکه چې د دوه اړخیزه ملګرتیاو پراخیدل به د دواړو هیوادونو په سرحدونو کښې د امنیت د تثبیت سبب شي .
هغه په دې خبرې سره په تیرو درې څلویښتونو کلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ هوايي ځواک د پام وړ پرمختګ کړی دی وویل دغه ځواک سل په سل په خپلو پښو او ځان باندې تکیه کولو سره ولاړ دی او د پاکستان دوست هیواد هم کولای شي د متقابلو ملګرتیاو د پراخولو په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک له تجربو او بریاو ګټه پورته کړي .