د نړۍ مظلومو ملتونو،دسپاه له ځلانده کارنامو ګټه پورته کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113084-د_نړۍ_مظلومو_ملتونو_دسپاه_له_ځلانده_کارنامو_ګټه_پورته_کړې
د اسلام د ګران پيغمبر  د یوه لمسي او د  امامت  او ولایت د آسمان د دریم  ځلانده ستوري حضرت امام حسین علیه السلام   نیکمرغه زوکړه د حضرت امام خمیني په فرمان سره په ایران کې د پاسدار ورځ نومولې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 06, 2022 09:02 Asia/Kabul
  • د نړۍ مظلومو ملتونو،دسپاه له ځلانده کارنامو ګټه پورته کړې

د اسلام د ګران پيغمبر  د یوه لمسي او د  امامت  او ولایت د آسمان د دریم  ځلانده ستوري حضرت امام حسین علیه السلام   نیکمرغه زوکړه د حضرت امام خمیني په فرمان سره په ایران کې د پاسدار ورځ نومولې ده .

په همدې مناسبت د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان سردار سید عبدالرحیّم موسوي د اسلامی ایران د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقري،د حضرت خاتم الانبیاء د مرکزي غونډ قوماندان سردار غلام علی رشید او د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلاميته په جلاجلا پیغامونو کې وئيلي دي ، د اسلامی انقلاب په ولولناکو او پرتمینو  کلونو کې د سپاه پاسدارانو ځلانده کارنامه  چې  په دفاعي ، په ځان د بسیاینې ، اعتقادي ،کلتوري  او له ولس سره د مرستې په حوزو کې  ددغه انقلابي اورګان  د قوماندانانو او پرسنلو  دجهادي خوځښت ،سرښیندنې او زیار نتیجه ده ،، له ځان سره ئې یو شمیر ارزښتمنې  ګټې درلودلي چې د اسلامی ایران پر ولس سربیره ، د نړۍ مظلومو ملتونو هم   د دوي په سیوري کې ورڅخه  ګټه پورته کړې ده . 

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومی قوماندان  روښانه کړې ده ،  د پاسدار ورځ  د  هغو حماسه پنځونکو میړنیّو د سرلوړئ او شجاعت د ستاینې سمبول ده ،  چې د عزت ، سرلوړۍ او ولایتمدارۍ په لارې کې د اقتدار او  د بریالیتوب او په لوړو څوکودریدلي دي او نامې ئې د اسلامی نظام د بدغواړو خوبونه ورک  کړي دي