په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۲۰۱ کسان قربانی کړل 
(last modified Sun, 06 Mar 2022 10:58:49 GMT )
Mar 06, 2022 15:28 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۲۰۱ کسان قربانی کړل 

د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس ، تردې دمه په  دنیا کې  څه دپاسه  څلورسوه پنځه څلویښت میلیون شپږلکه شپږ ویشت زره کسان په کرونا ککړ شوي  چې له دوي  څه دپاسه شپږ میلیون  شپاړس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال  راپور راکړ، د ایران د روغتیائی چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل په تیرو شواروز کې د کرونامنحوس ویروس باندې  دککړتیاله امله دنورو دوه سوه یو کسانو په مړینې سره  په ایران کې تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر یولک اوه دیرش زره  نهه سوه اته څلویښت کسانو ته ورسید.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې په درست ایران کې په کرونا ویروس نور پنځه زره پنځه سوه شپږ اتیا کسان ککړ شوي چې له دوي یو زر څوارلس کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي  او په ایران کې په کرونا ویروس د ټولو ککړو کسانو شمیر هم  اوه ملیون  نهه اتیا زره  اته سوه  دوه نوي کسانو ته رسیدلی چې له دوي په درملنې پسې تر دې دمه شپږ میلیون  اوه لکه دیرش زره  درې سوه اتلس کسان ښه او له  روغتونونو هم رخصت شوي دي