ایران د امریکا د کړچار په اساس فیصله کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113138-ایران_د_امریکا_د_کړچار_په_اساس_فیصله_کوی
ده ټینګار وکړ تر ننه د امریکا په کړچار کې هیڅ بدلون ندې لیدل شوی او په ایرانی ولس د زیات نه زیات دباو سیاست دوام لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2022 10:41 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا د کړچار په اساس فیصله کوی

ده ټینګار وکړ تر ننه د امریکا په کړچار کې هیڅ بدلون ندې لیدل شوی او په ایرانی ولس د زیات نه زیات دباو سیاست دوام لری .

 

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده وویل د ایران اسلامی جمهوریت د امریکا د کړچار په اساس فیصله کوی  نه د ویانا په خبروکې د غیرشفافه پیغامونو په اساس .

خطیب زاده له امریکا سره د نیغ په نیغه مزاکراتوپه اړه د ایران د دریځ په سپړلو کې وویل د ایران کړچار ترننه ثابت دی  .

ده ټینګار وکړ تر ننه د امریکا په کړچار کې هیڅ بدلون ندې لیدل شوی او په ایرانی ولس د زیات نه زیات دباو سیاست دوام لری .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی تهران ته د ایټمی اژانس د عمومی منشی ګروسی سفراو لورو ترمینځ شویو موافقو ته په اشارې سره زیاته کړه دغه سفر د تخنیکی مساییلو په چوکاټ کې ترسره شوی چی د ویانا د مزاکراتو سریزه وه .

خطیب زاده وویل اسلامی ایران د اژانس پوښتنو ته ځواب ویلې دې خو ضروری وه په تخنیکی چوکاټ او مشخص وخت کې دغو پوښتنو ته بیاځواب ورکړل شی .