ایران د اکراین د بحران له سوله ایز حل څخه ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113156-ایران_د_اکراین_د_بحران_له_سوله_ایز_حل_څخه_ملاتړ_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکی سیال سره په تماس کې د اکراین د جګړې له سیاسي حل سره د مرستو لپاره تیاری وښودل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 08, 2022 02:27 Asia/Kabul
  • ایران د اکراین د بحران له سوله ایز حل څخه ملاتړ کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکی سیال سره په تماس کې د اکراین د جګړې له سیاسي حل سره د مرستو لپاره تیاری وښودل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل ترکی سیا مولود چاووش اوغلو سره په تماس کې د سیمي او د نړۍ د وروستیو حالاتو او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو په هکله خبري وکړې.

هغه په انتالیا کې د روسیې، ترکیې او اکراین درې اړخیزي غونډې ته په اشارې سره، وویل چي د ایران یو ډیپلماټیک پلاوی به په یاده غونډه کې ګډون وکړي.

امیرعبداللهیان زیاته کړه: د دواړو هیوادونو دوې اړخیزي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او په راتلونکو اونیو کې به د دواړو هیوادونو پلاوي متقابل سفرونه وکړي.

چاووش اوغلو هم ایران سره د اړیکو له پراختیا څخه په هرکلی سره، د اکراین له جګړې او د انساني ناورین له رامینځ ته کېدو اندېښنه وښودله او د روسیې، ترکیې او اکراین د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه یې د سولي لپاره مهم وباله.

د روسیې سرحداتو ته د ناټو په نژدې کېدو او لمسوونکو اقداماتو په پایله کې روسیه د دونتسک او لوهانسک جمهوریتونو په غوښټنې سره په اکراین کې عملیات پیل کړي.