د پاکستان ملی ورځ دې ټولو ته مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113772-د_پاکستان_ملی_ورځ_دې_ټولو_ته_مبارک_وي
 د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د پاکستان درست ملت ته د زړه له کومې مبارکي وائي .  
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 23, 2022 07:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان ملی ورځ دې ټولو ته مبارک وي

 د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د پاکستان درست ملت ته د زړه له کومې مبارکي وائي .  

زمونږخبریال راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په یوه پیغام کې د پاکستان د ملی ورځ په مناسبت ددغه هیواد ولسمشر لومړي وزیر او درست ملت ته د زړه له کومې مبارکي  ووئيله .

ابراهیم ریئسي د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي ته پخپل پیغام کې  د دواړو ګاونډیو او دوستو هیوادنو په ښو اړیکو د خوښئ په ښودلو سره هیله کړې چې خپل مینځۍ اړیکې او ملګرتیاوې لازیاتې پراخې او پیاوړي شي .

  دایران  ولسمشر همداراز د پآکستان لومړي وزیر عمران خان ته هم پخپل پیغام کې د پاکستان حکومت او درست ملت ته د ملی ورځې په مناسبت د مبارکۍ په وئيلو سره هیله وښودله چې د ایران د اسلامی جمهوریت اوپاکستان د ورورولۍ او دوستانه اړیکې،د دواړو ملتونو د دګټو د تامینولو او په مختلفو زمینو کې د دواړو هیوادونو دمسئولانو دملګرتیا او یوه زړتوب  په سیوري کې  لاپراخې شي . 

 د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د پاکستان درست ملت ته د زړه له کومې مبارکي وائي .  

Image Caption