په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۶۷کسان قرباني کړل
په درست ایران کې تر دې دمه درې شپيته میلون ا وه لکه دوه اویا زره څلویښت کسانو د کرونائي واکسنو لومړنۍ ډوز ، شپږ پنځوس میلیون پنځه لکه نوي زرهیو سل پنځلس کسانو هم د وهم ډوز او دغه راز پنځه ویشت میلیون اوه لکه پنځه شپیته زره کسانو هم دریم ډوز واکسن پيچکاري کړی، چې په ټول کې په ایران کې تر دې دمه یو سل شپږ څلویښت میلیون یو لک اوه ویشت زره یو سل پنځوس ډوزه واکسن پیچکاري شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ، دایران د ورغتیائي چارو زوارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئیل په تیر شواروز کې د کرونا منحوس ویروس دککړتیا له امله د نورو اوه شپيته کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر یو لک نهه دیرش زره اته سوه دوو کسانو ته ورسید.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې دغه راز د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په کرونا نور یو زر یو سل درویشت ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر هم اوه میلیون یو لک څلور څلویښت زره پنځه سوه څلویښتو تنو ته رسیدلی دی .
ددغه راپور په اساس ،تر دې دمه په درملنې پسې په ایران کې شپږ میلیون اته لکه اوه دیرش زره اوه سوه شل کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دی .
په دغه راپور کې وئیل شوي دي په درست ایران کې تر دې دمه درې شپيته میلون ا وه لکه دوه اویا زره څلویښت کسانو د کرونائي واکسنو لومړنۍ ډوز ، شپږ پنځوس میلیون پنځه لکه نوي زرهیو سل پنځلس کسانو هم د وهم ډوز او دغه راز پنځه ویشت میلیون اوه لکه پنځه شپیته زره کسانو هم دریم ډوز واکسن پيچکاري کړی، چې په ټول کې په ایران کې تر دې دمه یو سل شپږ څلویښت میلیون یو لک اوه ویشت زره یو سل پنځوس ډوزه واکسن پیچکاري شوي دي .