په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۵۴کسان قرباني کړل
(last modified Sat, 26 Mar 2022 11:29:04 GMT )
Mar 26, 2022 15:59 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۵۴کسان قرباني کړل

په تیرو شواروز کې  په ایران کې  د وکرونا ضد  کابو درې دیرش زره یو سل درې  ډوزه واکسن هم پیچکاري شوي دي .

په ایران کې په کرونا ویروس دککړتیاله امله دنورو څلور پنځوسو کسانو په مړینې سره  تر دې دمه  په ایران کې  د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک نهه دیرش زره  انه سوه  یو اویا تنو نه ورسید .

زمونږخبریال  راپور راکړ ،د ایران دورغتیائی چارو د وزارت په نننۍ اعلامیې کې راغلی دي ،د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا ویروس نور  یوزر  درې سوه دوه اتیا ککړ کسان پيژندل شوي ،  له دوي سره  په ایران کې تر دې دمه د کرونائي ککړو کسانو شمیر هم  اوه میلیون یولک اته څلویښت زره  اوه سوه  نهه اتیا کسانو ته زیات شوی  او په درملنې پسې تر دې دمه  شپږ ملیون اته لکه پنځوس زره  پنځه سوه پنځه ویشت  کسان هم ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .

په دغې اعلامیې کې  وئيل شوي دي ،په تیرو شواروز کې  په ایران کې  د وکرونا ضد  کابو درې دیرش زره یو سل درې  ډوزه واکسن هم پیچکاري شوي دي .