اقتصادي ظرفیّتونو ته په کتو سره باید بندیزونه بې اغیزې کړو
د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکو په کرتو وئيلي دي ، دې ته په پام سره چې امریکا هغه لوری ؤ چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف ورزي ئې کړې ده ،دا واشنګټن دی چې باید دبندیزونو په لیرې کولو سره بیرته دغې نړیوالې موافقې ته وګرځي اولازمه ده ،د امریکا دژمنتیاؤ اجرا حتما تائيد شی .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې باید دویانا د خبرواترو په تمه ونه ووسو ،روښانه کړې،اقتصادي بندیزونو ته په کتو سره باید دغه بندیزونه بې اثره کړو .
د ایران د اسلامی جمهوریت چارواکو په کرتو وئيلي دي ، دې ته په پام سره چې امریکا هغه لوری ؤ چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف ورزي ئې کړې ده ،دا واشنګټن دی چې باید دبندیزونو په لیرې کولو سره بیرته دغې نړیوالې موافقې ته وګرځي اولازمه ده ،د امریکا دژمنتیاؤ اجرا حتما تائيد شی .
حسین امیرعبداللهیان زمونږخبریال سره په خبرو کې ووئيل ،د ایران له حکومت سره اړونده درست اورګانونه او برخې په هیواد کې داقتصاد پر تل پاتې پراختیا متمرکزې دي ، چې په دغه نظر سره او همداراز پر داخلی ظرفیّتونو په تکیې سره بندیزونه بې اغیزې کولی شو .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې باید د ویانا د خبرواترو منتظر ونه ووسو او د ایران اقتصاد د نتیجو هغه ځاي ته چې پکې ترلاسه کیږي ،ورسوو،زیاته کړه،په عین حال کې دایران په خارجه وزارت کې په جدیت سره هغه ایجنډا کې چې په حکومت او نظام کې بیان شوې،او مونږ ته ابلاغ شوې،تعقیبوو او هغه ، دبندیزونو دلغوه کولو لپاره د ویانا مذاکرات او خبرې اترې دي .
دایران خارجه وزیر همداراز دې ته په اشارې سره چې د امریکا زیات غوښتنه،د خبرواترو د وروستیو مرحلو اصلی خنډه ده ، ووئيل ،د امریکا ډیرې زیاتې غوښتې تر دې حده دي چې حتی درې اروپائي هیوادونه ، انګلستان ، فرانسه او جرمني هم په خبرواترو کې پر امریکایانو نیوکې کړي دي .