د شرارت غونډه د فلسطین د آزادۍ له آئيډئیل  سره خیانت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114036-د_شرارت_غونډه_د_فلسطین_د_آزادۍ_له_آئيډئیل_سره_خیانت_دی
سعید خطیب زاده  روښانه کړه ، تاریخي تجروبې ښودلې ده چې  د سازباز او تسلیمیدا بهیر  د دوي د ملاتړو له ذلالت او ناکامۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې  او د فلسطین ټاټوبی به د فلسطین د ملت  له مقاومت  او د اسلامی حکومتونو او ملتونو  له ملاتړ اوپشتیبانۍ پرته آزاد نه شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2022 00:13 Asia/Kabul
  • د شرارت غونډه د فلسطین د آزادۍ له آئيډئیل  سره خیانت دی

سعید خطیب زاده  روښانه کړه ، تاریخي تجروبې ښودلې ده چې  د سازباز او تسلیمیدا بهیر  د دوي د ملاتړو له ذلالت او ناکامۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې  او د فلسطین ټاټوبی به د فلسطین د ملت  له مقاومت  او د اسلامی حکومتونو او ملتونو  له ملاتړ اوپشتیبانۍ پرته آزاد نه شي .

د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب په نیواکي فلسطین کې د شرارت غونډې ترسره کیدا چې د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلیکن په شتون کې د صهیونیسټي رژيم  او د مصر ، اماراتو، بحرین او مراکش خارجه وزیرانو شتون درلود، محکومه کړې او دا ئې د فلسطین د آ زادۍ له آئيډیا سره  خیانت وبالۀ

زمونږخبریال راپور راکړ،دایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت  ویندوی  په نیواکي فلسطین کې د قدس شریف  له غاصبانو او ظالمانو سره د  دفلسطین له آئيډیا سره د خائنانو د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره  ټينګار وکړ ، د قدس له نیواکګرو او ترهه ګرو صهیونیسټانو سره داړیکو په عادي کیدا او ټينګیدا کې  هرډول اقدام ، د فلسطین دمظلوم ملت پر  شا د  خنجر ګوزار  او دفلسطین د مظلومو خلکو د وژلو او  د فلسطین د ټاټوبي د  نیواک  په دوام کې  داسرائيلو  ماشوم وژونکي رژيم ته  ډالۍ ده .

سعید خطیب زاده  روښانه کړه ، تاریخي تجروبې ښودلې ده چې  د سازباز او تسلیمیدا بهیر  د دوي د ملاتړو له ذلالت او ناکامۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې  او د فلسطین ټاټوبی به د فلسطین د ملت  له مقاومت  او د اسلامی حکومتونو او ملتونو  له ملاتړ اوپشتیبانۍ پرته آزاد نه شي .

د ایران دخارجه وزارت ویندوي په سیمې کې د صهیونیستانو فتنو اچونې او شرارت په باب په خبرداري ورکولو سره،د سیمې له هیوادونو سره د دوواړخیزو اړیکو د پراختیا او ملګرتیا  لپاره د ایران داسلامی جمهوریت پر چمتووالی  او په لویدیځي آسیا سیمې کې  داختلافاتو په رامینځةکونې او د بې ثباتۍ په پراختیا کې د امریکائي صهیونیسټي  دسیسې سره په مقابلې ټينګار وکړ .

د فلسطین مبارزو غورځنګونو حماس  او اسلامی جهاد  هم په نقب نیواکي سیمې کې له صهیونیسټي وحشي رژيم سره  د ځینو عربو هیوادونود خارجه وزیرانو دغونډې ترسره کیدا  محکومه کړې او دا ئې له فلسطیني ملت اوقدس شریف سره ستر خیانت بللی دی .