د ایرانیو ښاریزو په ضد د امریکانوی بندیزونه د واشنګټن د سپيرۀنیّت ښودنه کوي
د امریکا خزانې وزارت ، د اسلامی ایران په ضد د واشنګټن دغلیمانه اقداماتو په دوام کې بیګا دڅو ایرانیو اورګانونو او کسانو په ضد بندیزونه لګولي دي .
د ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل و دایرانیو ښاریزو په ضد دامریکا نوي بندیزونه ، د ایران د ولس په وړاندې دامریکائي حکومت دناوړه نیّت یوه بله نښه ده چې د ایران په ضد ئې د دوي دحکومت دزیاتره دباؤ ناکام سیاست په دوام کې پلان شوي دي .
د امریکا خزانې وزارت ، د اسلامی ایران په ضد د واشنګټن دغلیمانه اقداماتو په دوام کې بیګا دڅو ایرانیو اورګانونو او کسانو په ضد بندیزونه لګولي دي .
خطیب زاده پخپلو څرګندونو کې ووئیل ، دغه اقدام په ښکاره دا واقعیّت ثابتوي چې دامریکا اوسنی حکومت د خپلو ادعاګانو په اپوټه ، د ایران د ولس په ضد ددباؤ او بې اساسه تورونو دمطرح کولو لپاره له هر فرصته استفاده کوي . د ایران د خارجه وزارت ویندوي زیاته کړې ،امریکا په داسې حال کې چې ادعا کوي ، په نړیوالې ایټمي موافقې کې دخپلو ژمنتیاؤ بشپړ اجرا ته دبیرته ستنیدا لپاره تیاره ده ، هماغه شان ددغې نړیوالې موافقې او د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک ښکاره خلاف ورزي کوي .
دایرانیو ښاریزو په ضد د ماریکانوي بندیزونه په داسې حال کې اعمال شوي چې په وروستیو شپو ورځو کې د امریکا د جوزف بایډن دحکومت چارواکو ، په ویانا کې د بندیزونو د لغوه کولو لپاره په خبرواترو کې له ایران سره د موافقې په باب مختلفې ادعاګانې مطرح کړي دي .