ايران افغانستان ته د بشردوستانه مرستو له دېرشو زيات بارونه لېږلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114156-ايران_افغانستان_ته_د_بشردوستانه_مرستو_له_دېرشو_زيات_بارونه_لېږلي_دي
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير د دې په بيانولو سره چې ايران په تېرو څو مياشتو کښې له افغان ولس سره د بشردوستانه مرستو له دېرشو زيات بارونه لېږلي دي وويل: له اوسني مشکل حالته د تېرېدو لپاره له افغانستان سره د مرستې لپاره د نړيوالې ټولنې مالي ملاتړ يوه مهمه چاره ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2022 00:20 Asia/Kabul
  • ايران افغانستان ته د بشردوستانه مرستو له دېرشو زيات بارونه لېږلي دي

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير د دې په بيانولو سره چې ايران په تېرو څو مياشتو کښې له افغان ولس سره د بشردوستانه مرستو له دېرشو زيات بارونه لېږلي دي وويل: له اوسني مشکل حالته د تېرېدو لپاره له افغانستان سره د مرستې لپاره د نړيوالې ټولنې مالي ملاتړ يوه مهمه چاره ده.

د افغانستان لپاره بشردوستانه مرستو ته د بلنې او غونډونې نړيوال کانفرنس پرون د ملګرو ملتو او د جرمني، برطانيې او قطر په کوربه توب جوړ شو.

د اېرنا د رپوټ له مخې، مجيد تخت روانچي په دغه کانفرنس کښې په خپله وېنا کښې وويل: په افغانستان کښې انساني حالت مخ په سختېدو دےاو دغه هېواد په اوس حال کښې له سترو مشکلاتو، فرصتونو، ويرو او اميدونو سره مخامخ دے.

د ايران د اسلامي جمهوريت دغه ستر سفارتکار وويل: په اوسنيو سختو حالاتو کښې هيله کيږي چې نړيواله ټولنه به په مشکلاتو او ويرې باندې د غلبې، له فرصتونو څخه د استفادې او روښانه راتلونکي ته د اميد زياتولو لپاره  د افغانستان له خلقو سره په مرستو کښې برخه واخلي.

هغه زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت د ګاونډي هېواد په توګه د افغان ولس ترڅنګه ټينګ ولاړ دے او په هغو مشکلاتو باندې د غلبې لپاره چې په تېرو څلوېښتو کلونو کښې ورسره دغه ولس مخامخ ؤ له خپلو ظرفيتونو او امکاناتو څخه استفاده کړې ده.

مجيد تخت روانچي واضحه کړه، ايران د ميلينونو کډوالوکوربه دے چې له بده مرغه يې په تېرو څلوېښتو کلونو کښې ډېره لږه نړيواله مرسته ترلاسه کړې ده.

هغه د دې په بيانولو سره چې د افغان ولس د شتمنيو بلاک کول، ضبطول او ايسارول غېر قانوني چاره ده، بې له څه قېد و شرطه د دغو ټولو شتمنيو ازدول ضروري وبلل.

د يادونې ده چې امريکې د افغان ولس په تقريباً لس ميليارډ ډالرو خېټه اچولې ده.