پاکستان د امریکاشارډزافیّر  خارجه وزارت ته احضارکړ 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114168-پاکستان_د_امریکاشارډزافیّر_خارجه_وزارت_ته_احضارکړ
 د پاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت   د شارډز افیّر په احضارولو سره  هغه د پاکستان په چارو کې د  لاسوهنې په باب خپل جدي اعتراض ورسوۀ
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 01, 2022 07:49 Asia/Kabul
  • پاکستان د امریکاشارډزافیّر  خارجه وزارت ته احضارکړ 

 د پاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت   د شارډز افیّر په احضارولو سره  هغه د پاکستان په چارو کې د  لاسوهنې په باب خپل جدي اعتراض ورسوۀ

زمونږخبریال راپور راکړ،د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د پنجشنبې په شپه د پاکستان له ولس سره په خبرو کې  ووئیل ،د پاکستان په پارلیمان کې د لومړي وزیر په ضد د عدم اعتماد د مسودې د وړاندې کیدا ترشا بهرنی لاسوهنې  دي .

 داپه د اسې حال کې دي چې د پاکستان پر لومړي وزیر د باؤر یا نه باؤر د مسودې د ارزونې دوهمه غونډه ددرستو استازو په شتون سره ترسره شوه،خو وروسته وټاکل شوه،په راتلونکي یکشنبې ورځې د لومړي وزیر په ضد د بې اعتمادۍ د رائي اخستنې لپاره  غونډه ترسره شي .

په عین حال کې د پآکستان د لومړي وزیر له خوا د امریکائي لوري د لاسوهنې په باب له ایشواکونو وروسته ددغه  هیواد دملی امنیت  شورا غونډه هم پرون ترسره شوي  په دې اړه ئې  ځیني جدي فیصلې کړي دي او په ډاګه ئې  وئيلی دي،د مونږ په داخلی چارو کې د بل چا لاسوهنې هیڅکله هم د زغملو او منلو وړ نه دي .له دې سره په یووخت د پآکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ هم د دغه هیواد په کورنیو چارو کې د امریکا د لاسوهنې په ایشواکیدا او د اسلام اباد د حکومت په ضد د ګواښ په رابرسیره کیدا باندې په غبرګون کې د واشنګټن چلند سخت محکوم کړ ی او په پاکستان کې ئې د امریکا په ضد دپراخو اعتراضونو اومظاهرو غوښته کړې ده .